کور / #PTM / منظور پښتين: په قبائلي سيمو کي سخت ظلم روان دی، خو ددې ظلم شپې به ژر لنډي سي

منظور پښتين: په قبائلي سيمو کي سخت ظلم روان دی، خو ددې ظلم شپې به ژر لنډي سي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي د جنوبي وزيرستان د خړ کمر پېښه دې په بې پرې توګه وڅېړل سي او مجرمينو ته دي سزا ورکول سي.

ښاغلی پښتين وايي، اوس چي د خړ کمر په تړاو کوم ايف آی آر ( مقدمه) درج سوې ده، بالکل دروغ ده او بايد نوی ايف آی آر درج سي.

نوموړي وويل، چي د علي وزير او محسن داوړ پر وړاندي هم د دروغو مقدمې درج سوي دي او هغوی بايد ژر تر ژره له جېل څخه راخوشي سي.

ښاغلی پښتين وايي: “دوي ته که څوک وايي چي باجو ه  او اصف غفور زورور دي تاسو ورته ټیټ سئ هغه دې پورته وي، دا خو والله چي زموږ د ټولو سرونه لاړ سي که ئې بیا هم ورسره و منو د انسانیت په توګه به یو بل ته انصاف ورکوو، دا کله هم نه سي کیدای چي طاقتور ته ټیټ سو”

نوموړی وايي، د حکومت له خوا موږ ته وار په وار جرګې رارواني دي، خو موږ پر منطق او دلائلو ولاړي خبري اتري ورسره کوو.

د پښتين په خبره، دا مهال د پي ټي ايم تر ټولو غټه غوښتنه داده چي د خړ کمر پېښه دي په بې پلوه توګه وپلټل سي.

ښاغلی پښتين وايي، په قبائلي سيمو کي بې درېغه ظلم روان دی، هلته وسلوال د پوځ په ملاتړ فعال دي او عام وګړو ژوند ئې نا امنه کړی دی.

نوموړي دا هم وويل، چي ددې ظلم شپې به ډېري ژر لنډي سي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه  پاکستاني پوځ په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او شاه وخوا ۱۶ کسان ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

همداراز ددې پېښي وروسته پوځ د پي ټي ايم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ ونيول او پرته له کوم جرم څخه ئې په زندان کي ساتلي دي.