کور / راپور / پرانستی ليک: پوځ او استخبارات په هيواد کي د نا امنۍ اصلي عاملين دي

پرانستی ليک: پوځ او استخبارات په هيواد کي د نا امنۍ اصلي عاملين دي

د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو، مدني فعالانو، د بشري حقوقو او خبريالانو ټولنو په ګډه يو ليک لاسليک کړی دی چي پکي د پاکستان رياست او پوځ د نا امنيو په خپرولو تورن سوی دی.

په دغه ليک کي چي تر ۱۰۰ زياتو استازوپرې لاسليک کړی، ويل سوي  چي پوځ په پاکستان کي د بشري حقونو سرغړوني، اختطافونه، وژني او د وسلوالو په فعاليت کي پراخ لاس لري.

په ليک کي راغلي، چي د يوې صوبې لپاره د هيواد نور وګړي د سختو حالاتو سره مخامخ کړل سوي دي او رياست قومي توپيريز چلند کوي.

په دغه ليک کي ويل سوي چي پوځ د قبائلي سيمو د وګړو په حق کي ظلم کړی دی او په قامي اسمبلۍ کي د دغه سيمو د استازو علي وزير او محسن داوړ نيول کېدل، په ځينو سيمو کي کرفيو لګول او د تحريک انصاف ګوند مخالفينو سره زور زياتی د پوځ او استخباراتو هغه پلانونه دي چي په ددغي علاقې خلګ په وځپي او د پرمختګ مخه ئې ونيسي.

پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي او سياسي ننګونو سره مخ دی، چي په کور دننه او بهر کي د سختو نيوکو سره مخ سوی دی.