کور / راپور / راپور: د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کي ۵۹۰ ملکي افغانان وژل سوي دي

راپور: د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کي ۵۹۰ ملکي افغانان وژل سوي دي

د امريکا دفاع وزارت پنتاګون وايي، چي په افغانستان کي د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د ملکي وګړو د مرګژوبلي کچه په بېساري توګه لوړه ختلې ده.

پنتاګون په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي يواځي د ۲۰۱۹ کال په لومړيو ۵ مياشتو کي ۳۱۶۳ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کي ويل سوي چي په دغه کسانو کي ۵۹۰ تنه وژل سوي دي او پاتي نور ژوبل دي.

د پنتاګون راپور وايي، چي په دغه کسانو کي ۶۸ کسان د بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال او ۹۰ کسان  د افغان ځواکونو په عملياتو کي  وژل سوي او پاتي کسان د وسلوالو مخالفينو په بريدونو او بمي چاودونو کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسون وايي، د روان هجري شمسي کال چي د ۲۰۱۹ د ۲۱ مارچ څخه پېل سوی په افغانستان کي د يادې مودې نه وروسته په درېو مياشتو کي د حکومتي ځواکونو او طالبانو او نورو وسله والو ترمنځ په نښتو کي ۵۹۶ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۸۹۲ ژوبل سوي دي.

افغان دولت او طالبان يو پر بل د ملکي مرګژوبلي پړه اچوي.