کور / راپور / پاکستان کي د پوځ لخوا د بيان پر ازادي کلک محدوديتونه لګېدلي، خبريالان سبا مظاهرې کوي

پاکستان کي د پوځ لخوا د بيان پر ازادي کلک محدوديتونه لګېدلي، خبريالان سبا مظاهرې کوي

سبا د جولای پر ۱۶ نېټه په  پاکستان کي خبريالان د رياست پر ضد او د بيان د ازادۍ په ملاتړ لاريونونه کوي.

دغه لاريونونه چي د خبريالانو د وفاقي اتحاديې  (PFU) لخوا تنظيم سوي دي پکي د رياست لخوا د بيان د ازادۍ پر مخنيوي، د ځينو ټلوېزوني چينلونو پر بندولو او د پوځ لخوا د خبريالانو پر وړاندي د تشدد کولو ضد ويناوي کيږي.

د خبريالانو د اتحاديې يو غړی طلعت حسين وايي، د تحريک انصاف حکومت کي د جمهوريت لپاره پر کارکوونکو فشار زیات سوی دی. هغه زياته کړه: ((يو غلی آمرانه سوچ د واک اخیستو په حال کي دی. دا حالت به هله ښه کيږي چي يا وزيراعظم عمران خان له عقله کار واخلي چي زما په فکر امکان نه لري. یا اپوزېشن نور فعاله سي. تر څو پورې چي يوه اداره يا ادارې خپله لار سمه نه کړي، تر هغې پورې د بهترۍ امېد نشته. دا نا ارامي به همداسې زياتېږي))

په ورته وخت کي د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو، مدني فعالانو، د بشري حقوقو او خبريالانو ټولنو په ګډه يو ليک لاسليک کړی دی چي پکي د پاکستان رياست او پوځ د نا امنيو په خپرولو تورن سوی دی.

په دغه ليک کي چي تر ۱۰۰ زياتو استازوپرې لاسليک کړی، ويل سوي  چي پوځ په پاکستان کي د بشري حقونو سرغړوني، اختطافونه، وژني او د وسلوالو په فعاليت کي پراخ لاس لري.

په ليک کي راغلي، چي د يوې صوبې لپاره د هيواد نور وګړي د سختو حالاتو سره مخامخ کړل سوي دي او رياست قومي توپيريز چلند کوي.

په دغه ليک کي ويل سوي چي پوځ د قبائلي سيمو د وګړو په حق کي ظلم کړی دی او په قامي اسمبلۍ کي د دغه سيمو د استازو علي وزير او محسن داوړ نيول کيدل، په ځينو سيمو کي کرفيو لګول او د تحريک انصاف ګوند مخالفينو سره زور زياتی د پوځ او استخباراتو هغه پلانونه دي چي په ددغي علاقې خلګ په وځپي او د پرمختګ مخه ئې ونيسي.

پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي او سياسي ننګونو سره مخ دی، چي په کور دننه او بهر کي د سختو نيوکو سره مخ سوی دی.