کور / راپور / ننګرهار کي د داعش د مشر يو مهم ساتونکی نيول سوی دی

ننګرهار کي د داعش د مشر يو مهم ساتونکی نيول سوی دی

د ننګرهار چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي ئې د داعش د قومندان يو مهم ساتونکی نيولی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي په بهسودو ولسوالۍ کي د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کي د داعش د مشر عمر خراساني مهم ساتونکی عبدالواجد نيولی دی.

خوګياڼی وايي، عبدالواجد د وژل سوي داعش مشر عمر خراساني مهم ساتونکی او هغه ته ډېر نژدې کس وو.

پر همدې مهال نیول شوی کس چې ځان د داعش په لیکو کې د زهیر په نوم سره معرفي کوي وايي، له څه باندې ۲۰ میاشتو راپدېخوا په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې سره یو ځای شوی او تر هغه وروسته په کونړ کې د دغه ډلې له قوماندان عمر خراساني سره یو ځای شو.

چارواکي په ننګرهار کي د يو طالب قومندان د نيول کېدو خبر هم ورکوي، خو طالبانو تردامهاله څه نه دي ويلي.