کور / راپور / ډونلډ ټرمپ د جماعت الدعوه ترهګري ډلي د مشر حافظ سعيد پر نيولو غبرګون ښوودلی دی

ډونلډ ټرمپ د جماعت الدعوه ترهګري ډلي د مشر حافظ سعيد پر نيولو غبرګون ښوودلی دی

تېره ورځ د پاکستان حکومت د جماعت الدعوه ډلي مشر حافظ سعيد ګوجرانوالې ته پرلاره ونيوی.

نوموړی چي په نړيوالو ترهګريزو پېښو کي ککړ دی د پاکستان د دولت په ملاتړ ئې په ازاد ډول تګ راتګ کاوه او تېر ځلي د پاکستان په ځايي ټاکنو کي نوماند هم وو.

حافظ سعيد چي د هند په ممبۍ کي د ۲۰۰۸ کال د خونړيو بريدونو اصلي طراح بلل کېږي د هند او امريکا لخوا ئې د نيولو پر سر د ۱۰ مليونه ډالرو انعام هم ايښی وو.

حافظ سعيد په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کي په ازاده توګه تګ راتګ کاوه او په عمومي غونډو کي ئې ويناوي هم کولې.

د نوموړي پر نيول کېدو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم غبرګون ښودلی دی او ويلي ئې دي چي له لسو کلونو وروسته د ممبۍ د بريدونو طراح په پاکستان کي ونيول سو.

ټرمپ پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، چي له دوو کلونو راهيسي ئې د نوموړي د نيول کېدو لپاره سخت فشار راوړی وو.

شنونکي وايي، چي پاکستان ځکه دا کار وکړ چي څو ورځي وروسته ددغه هيواد لومړی وزير عمران خان امريکا ته په سفر دی او دا به د امريکا لپاره د ډالۍ په توګه وړاندي کړي.