غزني کي پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريد کي مرګژوبله اوښتې ده

Aziz Rahman Hazim | جولای 17th, 2019


د غزني چارواکي وايي، چي د قره باغ ولسوالۍ کي د دريم نمبر پلي لوا د قومندان په ګډون درې تنه وژل سوي او ځيني نور ژوبل سوي دي.

د غزني ولايتي چارواکي وايي، چي پېښه قرباغ ولسوالۍ ته افغان او بهرنيو ځواکونو د سفر په ترڅ کي رامنځ ته سوې ده.

امان الله کامراني د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې افغان او بهرنیو ځواکونو دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و چي دا پېښه رامنځته شوې ده.

دی زیاتوي، کله چي له غونډې څخه وروسته تیاره پورته کيږي، نو د ګودام له سره د ملي اردو دوه سرتېري پر دوی ډزې کوي.

په برید کي د درېیمې پلې لوا قوماندان وژل شوی، د هغه ساتونکی ټپي شوی، خو د دې ترڅنګ درې تنه بهرني سرتېري چي تر اوسه یې د وضعیت په اړه معلومات نشته، هم ویشتل سوي دي.

کامراني وايي، وروسته د بلې الوتکي له لوري د ګودام پر عسکرو برید کيږي چي دغه دوه تنه په کي وژل سوي دي.

کامراني وايي، کیدی سي چي په دغه برید کي نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو کره معلومات لا نه دي ورکول سوي.

بل لوري ته وسله وال طالبان د دغې پېښې مسؤلیت مني او وايي چي دغه برید د دوی یوه نفوذي کس ترسره کړی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024