زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۸۳ برخه
Aziz Rahman Hazim
راټولونه: عبدالجبار فراز
۸۳
یوه ورځ دا چي نر او ښځي په بېخي لوی شمېر کي راغلي ول نو سړیو ته مي بېل او ښځو ته بېل ویناوي وکړې. ښځو ته مي وویل: دا تاسي چي نارینه تر ښځو لوی او لوړ بولئ دا سوچ په اسلام کي مردود دی. لویي و برتري یوازي په عمل کي ده. که ښځه بااخلاقه، نېکه او پاکه وي نو لویه ده او همدارنګه که نارینه دغه ځانګړني ولري هغه هم لوی دی. همداسي که ښځه بدعمله او بداخلاقه وي وړه ده او که سړی بداخلاق او بدعمل وي کوچنی دی. په دې هیواد کي تاسي او موږ یوشان حق لرو. ښځه او سړی د موټر دوې ارابې دي، که یوه هم پنچر سي، نو موټر مخکي نسي تلای.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۸۴
زموږ د خپل خوځښت په لویه جرګه کي یوه موضوع له کانګرس څخه د مالي مرستي اخیستل وه. زه د دې کار سخت مخالف وم. ټول خبر ول چي مسلم لیګ او انګرېزانو له کانګرس سره پر ملګرتیا کږلو او د رنګارنګ کومکونو تورونه یې راپورې تړل. که مو دا لاسنیوی منظورولای، نو سمدم مو ځان د توپ خولې ته برابراوه. ملګرو ته مي دا هم وویل چي جواهر لال نهرو پر همدې شي زما څخه خپه سو. هغه داسي چي یوه ورځ یې د ډاکټر انصاري په کور کي راته وویل: مخکي مو د پېښور کانګرس څانګي ته پنځه سوه روپۍ ورکولې اوس به تاسي ته تر دې هم ډېري درکړو. ما ترې وپوښتل: ایا دا هیواد یوازي ستاسو دی که زموږ هم دی؟ هغه راته وویل چي نه ستاسي هم دی. ما ورته کړل چي داسي ده نو بیا باید موږ هم خپلي پیسې ولګوو او ستاسي مرستي ته اړتیا نسته. بیا یې انصاري ته ویلي ول چي دا غفار خان خو ډېر مغرور سړی دی.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۸۵
موږ چي د یو څه وخت لپاره چا نه نیولو وجه یې په لندن کي د Round Table کنفرانس پایلي ته انتظار وو. دغه کنفرانس کي ګاندي جي زموږ په مشوره برخه واخیسته. پرنګیانو نه غوښتل چي زموږ په نیولو سره د دغي غونډي بهیر ته څه ممکنه زیان واړوي. خو کله چي په ناکامۍ سره پای ته ورسېد، نو سملاسي یې موږ هم ګرفتار کړو. دغه وخت زه د خپل ورور ډاکټر خانصاحب په کور کي وم او سخت ناروغ وم. چي هر څه کوښښ به مي کاوه خلکو به ارام ته نه پرېښودم. که ګورم یودم مو تر کور پولیس راچاپېر سول. د ډسمبر ۲۴مه وه. یو دننه راغی او راته ویې ویل چي زندان ته دي بیایو. ما ورته وویل کور مو ودان. زه هم استراحت ته سخته اړتیا لرم. درځئ چي ځو لږ به مي طبعه برابره سي. دا ځل نو یوازي زه نه، بلکي خانصاحب، وراره مي او زښت زیات نور ملګري په ډله ییزه توګه ونیول سول.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۸۶
زما تر نیول کېدو وروسته په ټوله سرحد صوبه کي ډله ییزي نیوني شروع سوې. د هریپور په محبس کي شاوخوا دیارلس زره خدايي خدمتګاران ول. زه یې هم وروستم. دلته د قیدیانو سره ډېر ناوړه چلند او تر وروستي بریده زورزیاتی روان وو. کوټې یې سیمیټي وې. شین یخ وو. بندیانو ته یې سړي سر یوه-یوه له سپږو ډکه شړۍ او یوه-یوه جوړه جامې ورکړي وې. له بلي خوا به یې تمامه ورځ مځکه په مینځله. له یوې خوا به باران وو او له بلي خوا به دننه کوټې لندې وې. جامې به یې پر کټارو هواري کړي وې چي وچي سي او خپله به بربنډ ناست او یخ ته پړکېدل. د شپې خوب اصلن امکان نه درلود. تر سهاره به ویښ ناست ول. یوه بوډا خدايي خدمتګار هندو د روان ظلم خلاف د خبرو روژه ونیوله. شپږ میاشتي یې سپوڼ ونه واهه او اخیر پسي مړ سو. خواړه هم پر هیڅ حساب ول. په دوو او کله ناکله درېیو ورځو کي به یې یوه نرۍ ډوډۍ ورکوله هغه چي به د چا سر خلاصېد بیا به ختمه سوه. اکثره به دغسي ظلمونه د زندان مسلمانو پنجابي مشرانو کول. د دوی هدف پر خپلو بادارانو ځان ګرانول وو. له دې جېل څخه چي یې د هزارې باغ زندان ته وړلو، په اورګاډي کي یې یو پنجابي پولیس راباندي درولی وو. هغه یوې خوا او یوه کار ته نه پرېښودو. زما دا عادت دی چي په محبس کي نه له خپل پیره دار سره خبري کوم او نه هم د کوم شي غوښتنه. په یو پي کي مو ساتونکی بدل سو او پر ځای یې یو انګرېز راغی. هغه سملاسي له ډبې راوایستلو او راته ویې ویل چي وګرځئ وچ سوي به یاست. زموږ له پرنګیانو سره جنګ و دوښمني وه او له دوی څخه مو د داسي نرم چلند هیله نسوای کولای. خو خبره به تل سرچپه وه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان