کور / راپور / امريکا د افغان ولسمشريزو ټاکنو لپاره ۲۹ مليونه ډالره مرسته منظور کړه

امريکا د افغان ولسمشريزو ټاکنو لپاره ۲۹ مليونه ډالره مرسته منظور کړه

امريکا اعلان کړی چي  د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو لپاره به  ۲۹ مليونه ډالره مرسته کوې.

دا اعلان په کابل کي د امريکا سفير جان بس وکړ او وئې ويل ،خوشاله يو چي د ټولټاکنو بودېجه نهايي سوه.

سفیر جانس بس وویل “موږ خوښ یو چې بلاخره د ټاکنو بودیجه نهايي سوه. امریکا به نږدې ۲۹میلیونه ډالر ورکوي چې د ټاکنو عملیاتي کارونه به پرې تر سره سي.”

ښاغلي بس همدغه راز ویلي دي چې د ټاکنو د څارونکو ډلو د هلو ځلو ننګه به هم کوي چې دغه ټاکنې په شفاف او ښه ډول وسي. هغه هیله وښوده چې د افغانستان اړوند وزارتونه به هم د ټاکنو په چارو کي د نورو برخو لپاره بودیجه بیله کړي.

د افغانستان د ټاکنو د کمیسون په وینا د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۸ (تلې ۶) کیږي. په دغو ټاکنو کي د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ کسان کاندیدان دي.