کور / راپور / اسفنديار: پنجاب په جبر او ظلم د پښتنو حق اخلي، زه پر خپله خاوره خپل اختيار غواړم

اسفنديار: پنجاب په جبر او ظلم د پښتنو حق اخلي، زه پر خپله خاوره خپل اختيار غواړم

د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وايي، چي موږ پر خپله خاوره خپل واک غواړو او چاته اجازه نه ورکوو چي د پښتنو په مځکو کي په خپل سر لاسوهنه وکړي.

نوموړي چي په مومند قبائلو کي ئې خپلو پلويانو ته وينا کول وويل، چي د فاټا کرښي له منځه وړلو څخه يو هدف دا هم  وو چي موږ ته به پوره اختيار راکول کېږي او پښتانه به د خپلي مځکي واک په خپل لاس کي اخلي.

د هغه په خبره، ددوی بل کار به داوي چي د بلوچستان او پښتونخوا ترمنځ دبېلتون کرښه له منځه يوسي او دا ټول د يوه قام خلګ سره يوځای کړي.

نوموړي د پښتنو سيمو کي د طبيعي سرچينو په حواله هم وويل، چي نن ورځ دلته پنجاب خپله ګټه ويني او ددې ځای کانونه باسي.

ښاغلي خان وويل، دانه سي کېدای چي مځکه او سيمه دي د پښتنو وي او له پنجاب څخه دي څوک راځي او دلته دي کانونه او معدني توکي اخلي او د سيمي خلګو ته دي د مزدورۍ په حساب پيسې ورکوي.

هغه زياته کړه نن هم خلک راځي د دې سیمې د غرونو په دولتونو پسې. نن د پنجاب نه خلک راځي وايي چي په مومندو کي ښکلي کانونو دي ټېکه يې اخلي او د کروړونو روپو ټېکه په زرګونو روپو واخلي او ځايي تن پکې په دياړۍ ولګوي.

نوموړي وويل، چي دلته خلګ د بل د مزدورۍ پېسې نه غواړي بلکي د خپل دولت خپل اختيار غواړي او داسي نه سي کېدای چي پښتون دي د خپل بچي ډوډۍ په نورو وخوري.

قبائلي سيمي چي د طبيعي منابعو ډېري زېرمي لري، د پاکستاني ترهګر رياست لخوا يرغمل سوي دي او ټول پيداوار ئې پنجاب ته په غيرقانوني توګه انتقالوي.