کور / راپور / طالبانو ميدان وردګ کي ۴۲ روغتيايي مرکزونه تړلي دي

طالبانو ميدان وردګ کي ۴۲ روغتيايي مرکزونه تړلي دي

د افغانستان لپاره د سويډن مرستندويه کمېټه وايي، چي طالبانو په ميدان وردګو کي د دوی ۴۲ روغتيايي مرکزونه تړلي دي، چي په زيات شمېر ناروغان له تداوي پاتي دي.

ياده کمېټه وايي، چي طالبانو دا ګام وروسته له هغه اخيستی دی، چي په ميدان وردګو کي افغان هوايي ځواکونو د يادې کمېټې يو روغتيايي مرکز بمبار کړ او ګڼ روغتيايي کارکونکي ئې ووژل.

افغان دولت وايي، چي په دغه بريد کي ئې د طالبانو روغتيايي کارکونکي وژلي دي.

په میدان وردګ ولایت کې د سویډن کمېټې ۷۷ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي چې، د یادې کمېټې د مسؤلینو په وینا ۴۲ یې په تېرو درې ورځو کې د طالبانو د ګواښ له امله بند کړي دي.

په افغانستان کي د يادي کمېټې مشرې مسنون وايي، په ميدان وردګو کي د تړل سويو مرکزونو په پايله کي هره ورځ ۵۷۰۰ ناروغان له درملني بې برخي سوي دي.

:”موږ بېرته د خلکو پرمخ د ټولو روغتیايي مرکزونو د خلاصولو غوښتنه کوو،موږ د جګړې له ټولو اړخونو څخه غواړو چې د روغتیايي مرکزونو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي.”

سوېډن کمېټه د روغتيايي مرکزونو بندول د بشري حقوقو خلاف کار بولي او د بېرته پرانستلو غوښتنه کوي.