کور / راپور / کوټه: د سکرو په يو کان کي څلور کاريګر وژل سوي او پنځه کسان لادرکه دي

کوټه: د سکرو په يو کان کي څلور کاريګر وژل سوي او پنځه کسان لادرکه دي

د کوټي د ډيګارې سيمي د ډبرو سکرو په يو کان کي له دوو ورځو راهيسي لس کاريګر لادرکه سوي، چي نن ئې د پنځو کسانو مړي وموندل سول او پنځه نور لا هم لادرکه دي.

له سيمي څخه راپورونه وايي، چي دغه کسان هم د ځايي خلګو په مرسته له کان څخه را ايستل سوي دي او د نورو کسانو لټون هم د سيمي خلګ او مزدوران کوي.

دغه لادرکه کسان ټول د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي دي.

د کاريګرو د اتحاديې مشر سلطان لالا وايي، چي ددغه کسانو د مرګ ټول مسؤوليت د حکومت او شرکتونو پر غاړه دی، ځکه دوی د کاريګرو د ساتني لپاره هيڅ انتظام نه کوي.

ښاغلی سلطان لالا وايي، حکومت خپله ذمه واري او قانون نه عملي کوي ، مالکان د پېسو د بچ کولو په خاطر و خواریکښو ته د ساتنې ترڅنګ د اسانتیاوې لارې نه برابروي ځکه دا سې پېښې رامنځ ته کېږ‎ي.

د سلطان لالا په وینا په روان کال کې۸۲ خواریکښ د سکرو په کانونو کې مړ‎ہ سوي او په سلګونو ټپیان سوي دي.