کور / خبرتیا او پيغامونه / کابل : د خپلواکۍ د ۸۹مي کاليزي په وياړ مشاعره

کابل : د خپلواکۍ د ۸۹مي کاليزي په وياړ مشاعره

د مشاعرې بلنليک

د لوی خدای په نامه

 
له تاسوڅخه په ډېردرنښت هيله کیږي،چې (د افغانستان د خپلواکۍ د نهه اتیایمې کلیزې د ویاړ مشاعره ) تر عنوان لاندې په هغه ستره او رنګینه مشاعره كښې ګډون وکړی چې د هیواد د پوهانو، شاعرانو، لیکوالانو، محصیلینو ، مشرانو، کلتوري او علمي شخصیتونو په ګډون د وردګو د کلتوري یون او آریانا کابل د هوټل د ادارې له لوري جوړیږي اودغه ګل ورینې مشاعرې ته په خپلو راتلو سره لا زیاته ښكلا ور وبخښئ.



بلونكى: د وردګو کلتوري یون

وخت: پنجشنبه د 1387 د زمري یا اسد (17) مه د (2008) زيږديز کال، د آګست (7) مه نیټه د ماسپښین 2 دوې بجې

ځاى: آریانا کابل هوټل ، د سیلو سړک، میرویس میدان یا کوټه سنګي، د کابل ښار

مهم ټکی:مهرباني وکړی له ټاکلي وخت څخه لږ مخکې د مجلس تالار ته تشریف راوړی ځکه چې د دې رنګینې مشاعرې پيل به د ماسپښین په دوو بجو هرو مرو کیږي او په ټاکلي  وخت پای ته رسیږي. مننه

نوټ: مهرباني وکړی که د دې مشاعرې د موضوع په هکله شعر او یا هر ډول لیکلی مطلب له ځان سره ولری نو د مشاعرې په لړ کې یې ټاکلې کمیټې ته له خپل یو قطعه عکس سره یو ځای و سپاری چې بیا وروسته د کتاب په بڼه خپریږي.