کور / تازه خبرونه / په زابل کې داعدام سزاعلان سوې خوتورن کسان قانوني حق غواړي

په زابل کې داعدام سزاعلان سوې خوتورن کسان قانوني حق غواړي

په زابل کې په لمړي ځل يوې محکمې شپاړس تنوته دمرګ اوبندسزااوره ولې خوتورن کسان دزابل قضايې سيستم ددې وړنه بولي چې دغه ډول پرېکړي دي وکړي .
پردغو١٦ تنوباندي توردي چې نږدې لس مياشتي مخکې يې په شاجوي والسوالۍ کې لس تنه کليوال کسان وژلي دي .
تورنوکسانودپولېسوپه يونيفورم کې دسړک جوړه ولودساختماني شرکت اوداکمالاتي موټرانودامنيت ساتلودنده په غاړه لرل خورسمي پولېس نه بلل کېږي .
دزابل دمرافعه څارنوالۍ ريس عبدالرزاق جلالزى وايې چې دتورنوکسانودډلي مشردپولېسوپه يونيفورم کې دخپلې شخصي شخړي له امله دشپي له لوري کلي ته تللي اولس تنه يې دخپلوملګروپه مرسته وژلي و.
خودتورنوکسانودډلي مشرسردارمحمدچې دمحکمې له لوري په اعدام محکوم سوي دخپل ځان اوملګروپه وړاندي لګېدلي تورنه نه مني اووايې چې وژل سوي کسان وسله وال طالبان واوپردوي بريدکړي اودوى دخپل ځان له دفاع څخه پرهغوي ډزي کړي .
په زابل کې نننۍ محکمې پنځوکسانوته دمرګ اويولس تنوته دشپاړس شپاړس کلونودبندسزااعلان کړې ده .
دتورنوکسانوکورنۍ وايې چې دزابل په قضايې سيستم کې وزياتونيمګرتياوته په کتوسره ددغه ولايت قضايي سيستم ددې وړتيانلري چې تورنوکسانوته دې دغه ډول سزاوې ورکړي .
وتورنوکسانوته دځان څخه ددفاع لپاره دوکيلانونه شتون ،دزابل په قضايې سيستم کې ادارې فساد،قومي پلوۍ، اوځيني نوري ستونزي هغه څه بولي چې وتورنوکسانوته دمرګ اواوږده بندسزاترسوال لاندي راولي .
خودوژل سويوکسانوخپلوان بيادمحکمې له جريان څخه خوښې څرګنده وي .
محمدعزيزچې په وژل سويوکسانوکې يې دوه خپلوان شامل و وويل چې دغه ډول سزاکولي سي دورته نوروپېښومخه ونېسي .
دمرګ په سزاديوه تن محکوم سوي تورن ورورمحمداکبروايې چې وروريې عصبي ناروغي لري اوله صحې اړخه ددې وړندي چې دمحکمې په وړاندي راڅرګندسي .
دښاغلي اکبرپه خبره چې وروريې په وژنوکې هيڅ لاس نلري اونوروملګرويې په دې پلمه چې ګني داکمالاتي کاروان دامنيت ساتلولپاره په نده ځي له کورڅخه بېولي و.
نوموړي غوښتنه وکړه چې له ستري محکمې څخه دي يوباصلاحيته قضايې پلاوي ته دنده وسپارل سي چې دقضې صحيح پلټنه وکړي اوپه واقېعي توګه عدالت پلي کړي .
نوموړي ګواښ وکړچې که مرکزي دولت دغې قضيې ته پاملرنه ونه کړي نويوه ستره قومي ستونزه به رامنځ ته سي .
ښاغلي اکبردبشري حقونودڅارنې له ملي اونړيوالواداروڅخه هم غوښتنه وکړه چې په دې اړه دي خپله دنده ترسره کړي اود حقيقت په معلومه ولوکې دي ژراقدام وکړي .