کور / راپور / کندهار بريد: لس کسان وژل سوي او تر ۶۰ زيات ژوبل دي، ډېره مرګژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده

کندهار بريد: لس کسان وژل سوي او تر ۶۰ زيات ژوبل دي، ډېره مرګژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده

نن ماپښين مهال د کندهار پر امنيه قومنداني د موټر بم په وسيله درنه چاودنه وسوه، چي ورپسې ډزي هم پيل سوې.

په دغه چاودنه کي چي ږغ ئې په ليري پرتو سيمو کي هم واورېدل سو، د نژدې کورونو هنداري او کړکۍ ماتي کړې.

د بريد سره هممهاله ډزي پيل سوې چي وروسته د دوهمي چاودني ږغ هم واورېدل سو.

عيني شاهدانو لراوبر ته وويل، چي د بريد څو شيبې وروسته ئې سيمي ته د افغان ځواکونو موټران ولېدل چي روان وه.

چارواکي تر دا مهاله د ۱۰ کسانو د وژلو او د ۶۰ نورو د ژوبل کېدو خبره کوي.

د کندهار د ميرويس روغتون مسؤولينو لراوبر ويبپاڼي ته ويلي، چي دوی ته د ۷ تنو مړي او تر پنځوس زيات ژوبل کسان ور وړل سوي دي.

د پېښي ډېری قربانيان ولسي وګړي دي، چي پر لار او کورونو کي ژوبل سوي دي.

د بريد پړه طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ګڼو افغان سرتېرو ته د مرګژوبلي د اړولو ادعا کوي.