کور / نوميالي / زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۸۷ برخه

زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۸۷ برخه

راټولونکی: عبدالجبار فراز

۸۷
د هزارې باغ په زندان کي یې تنها په یوه کوټه کي واچولم. د زندان له مشر او مرستیال پرته بل هیڅوک نه راتلل. دوی به هم کله-کله پوښتنه راباندي کوله. زه چي یوازي سم ناروغېږم. خوب مي وتښتېد. اشتها مي بنده سوه. هیڅ شی مي خوا ته نه کېدی. په خدايي خدمتګارانو مي سخت چورت خراب وو. یوه شپه مي خوب ولید. د سیند پر غاړه یوه ګنبده کي ناست یم چي سېلاب راسي او په ګنبده راننوزي. ټوله ګنبده سره وښوروي. یو ګړی وروسته اوبه بېرته ووزي او ګنبده پر ځای پاته سي ونه نړیږي. له خوبه چي راکښېناستم. ډېره تسلي مي وسوه. زړه مي ارام سو. پوه سوم چي زموږ پر خوځښت راغلی سېلاب به مو لاهو نکړي او په خیر به راباندي تېر سي. د بې روزګارتیا چاره مي باید خامخا کولای کنه ناروغۍ له کاره ایستلم. د زندان مشر ته مي وویل چي ما ته یوه بېلچه او کولنګ راوړه، غواړم د کوټې مخي ته پرته شاړه مځکه اباده کړم. هغه هم راسره خوښه کړه. دوه بندیان یې هم د مرستي لپاره راکړل. ښه پرېمانه سبزي او ګلان مي پکښي وکرل. دوې ګټي مي وکړې: یو مي ځان بوخت کړ او بل مي د خبرو ملګري پیدا کړل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۸۸
په زندان کي مي د یوازیتوب له امله ورځ په ورځ روغتیايي حالت خرابېدی. ما د خپل عادت له مخي-چي په بند کي نه له چا څه غوښتنه کوم او نه شکایت-چا ته څه نه ویل. د زندان ساتونکي مي حالت درک کړ او زما له ویلو پرته یې مرکز ته وویل چي د غفار خان وضعیت ورځ په ورځ بتریږي، که ممکنه وي یو ملګری یې له بل محبس څخه ورته راتبدیل کړئ چي لږ یې خوله ورسره پرې او روغتیا سمه سي. قاضي عطاالله خان دغه مهال په ګیا زندان کي وو. هغه سیمه سخته ګرمه ده. قاضي صاحب بېچاره تر ما لا په بد حالت کي وو. زه خو لا ښه وم کله ناکله به لږ بیدېدم، هغه یومخ بېخوبه وو. زموږ د زندان مشر د همده د راتبدیلولو هیله کړې وه. خو دا چي د هغه محبس مشر زما و قاضي صاحب ډېر مخالف وو، نو د هغه پر ځای یې زما ورور ډاکټر خانصاحب راولېږی.
د همدغي جېلخانې په څنګ کي د ښځینه بندیانو محبس هم وو. هلته د راجندر پرشاد خور بندي وه. یوه ورځ زموږ د زندان مشر راته راغی چي د خدای روی وګوره له دې ښځو مي خلاص کړه. مال څه خبره ده؟ ول پښې یې په یوه پایڅه کي اچولي دي او وايي چي خامخا غفار خان راباندي ووینه کنه موږ اعتصاب کوو. زه دا کار نسم کولای. ته یو لیک ورولېږه او له خپل دریځه د پر شا کېدو غوښتنه ترې وکړه. ما همداسي وکړل او ستونزه هواره سوه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۸۹
د هزارې باغ زندان په یوه ځنګلي سیمه کي پروت وو. د شپې به مو اکثره د زمریانو غوړمباوي اورېدې. دننه زندان کي ډېر ماران هم ول. سخت زهرجن او خطرناک ول. چي څوک به یې وچیچی نو که به په څو دقیقو کي پېچکاري نسو مړ کېدی. زه به د شپې پلی ګرځېدم. د زندان مشر راته وویل چي دا کار مه کوه ماران زیات دي وبه دي خوري. ما ورته وویل چي که ونه ګرځم نه مي ډوډۍ هضمیږي او نه بیا سم خوب راځي. مجبورن یې یو لاسي څراغ راته واخیست. د پیاده تګ پر مهال به یو ساتونکی څراغ په لاس تر ما مخکي روان وو او زه به ورپسې وم. چي باران به وسو د اوبو په هر ډنډ کي به غونچه-غونچه ماران سره غونځېدل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۹۰
درې کاله وروسته له بنده راخوشي سوم. پرنګیانو سرحد صوبې ته د تلو او اوسېدو غوڅ بندیز راباندي لګولی وو. اوس نو حیران وم چي څه وکړم. لاس تر زنه کښېناستل مې په کتاب کي نه ول. خامخا مي باید یو څه نه یو څه کولای. ګاندي جي ته مي وویل چي خبره داسي ده. خپل قوم ته نسم ورتلای او همداسې ناسته مي هم نه خوښیږي. اوس زما خیال دا دی چي د مسلمانانو د پوهولو او راویښولو په دوره ووزم ستا څنګه خوښه ده چي له کلکتې یې راپیل کړم که له سیند څخه؟ ده راته وویل چي کلکته به بهتره وي. زه هم سملاسي هلته ولاړم. هلته مېشتو مسلمانانو مي زښت تود هرکلی وکړ. خلکو ته مي وویل چي غواړم کلو ته ولاړ سم او کلیوال وخوځوم. دلیل یې دا دی چي ښار کي هم راډیو سته هم نور وسایل، اوسېدونکو ته یې د دنیا او هیواد حالات ور رسیږي، مګر کلیوال دا وسایل نه لري. هغوی به زه خبر کړم.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان