کور / راپور / کندهار بريد: د ملکي وګړو مرګژوبله لوړه سوې ده

کندهار بريد: د ملکي وګړو مرګژوبله لوړه سوې ده

د کندهار امنيه قومنداني وايي، چي د نن ورځي په بريد کي دوه افغان سرتېري وژل سوي او درې تنه نور ژوبل دي.

دغه بريد چي نن مايښين مهال پيل سو، لومړی يوه درنه چاودنه وسوه چي ورپسې د سپکو وسلو ږغونه هم اورېدل کېده

په دغه بريد کي ۹ ملکي وګړي هم وژل سوي دي.  د ۴ مېرمنو او ۱۱ ماشومانو په ګډون  تر  ۶۰ زيات ملکيان ژوبل دي، چي په دوی کي سطحي زخميان بېرته کورونو ته رخصت سوي دي.

همداراز امنيه قومندانۍ ترڅنګ په ګمرک  کي د ملي سوداګرو په مالونو بار څلور لارۍ هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

اوس بريدونه پای ته رسېدلي او د افغان ځواکونو لخوا په سيمه کي تصفيوي عمليات  روان دي.

نن ماپښين مهال د کندهار پر امنيه قومنداني د موټر بم په وسيله درنه چاودنه وسوه، چي ورپسې ډزي هم پيل سوې.

په دغه چاودنه کي چي ږغ ئې په ليري پرتو سيمو کي هم واورېدل سو، د نژدې کورونو هنداري او کړکۍ ماتي کړې.

د بريد سره هممهاله ډزي پيل سوې چي وروسته د دوهمي چاودني ږغ هم واورېدل سو.

عيني شاهدانو لراوبر ته وويل، چي د بريد څو شيبې وروسته ئې سيمي ته د افغان ځواکونو موټران ولېدل چي روان وه.

چارواکي تر دا مهاله د ۱۰ کسانو د وژلو او د ۶۰ نورو د ژوبل کېدو خبره کوي.

د کندهار د ميرويس روغتون مسؤولينو لراوبر ويبپاڼي ته ويلي، چي دوی ته د ۷ تنو مړي او تر پنځوس زيات ژوبل کسان ور وړل سوي دي.

د پېښي ډېری قربانيان ولسي وګړي دي، چي پر لار او کورونو کي ژوبل سوي دي.

د بريد پړه طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ګڼو افغان سرتېرو ته د مرګژوبلي د اړولو ادعا کوي.