کور / راپور / امريکايي سناتور د فيس آپ په هکله د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده

امريکايي سناتور د فيس آپ په هکله د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده

د امريکا د مشرانو جرګې يو سناتور چک شومر په روسيه کي د فيس أپ په نوم جوړ سوي اپلکيشن په هکله د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

چک شومر وايي، بايد ددغه روسي اپلکيشن په هکله د امريکا فدرالي اداره تحقيقات وکړي او دا مالومه کړي چي دغه اپ خو به حساس مالومات نه اخلي.

د فېس اپ  په نوم اپلکيشن چي دوه کاله وړاندي جوړ سوی دی، په ګوګل سټور کي تر ټولو زيات ډانلوډ سوی اپ دی، چي تر دا مهاله تر ۱۰۰ مليونه زياتو کسانو اخيستی دی.

د تکنالوژۍ په مټ په دغه اپلیکیشن کي که تاسو خپل اوسنی تصویر واچوی، تاسو ته ستاسو د څو کلونو او څو لسیزو وروسته مشابه تصویر جوړوي.

خو اوس داسي اندېښنې دي، چي دا اپ کيدای سي د خلګو شخصي مالوماتو ته لاسرسی پيدا کړي او آن په موبائل کي نور عکسونه هم د ځان سره وساتي.

سناتور چک شومر وايي” د فیس آپ موقعیت، چي روسیه کي دی، یو لړ پوښتنې پيدا کړي دي چي څنګه او کله دا شرکت نورو شرکتونو ته د امریکايي وګړو په اړه معلومات ورکوي. ښايي دا شرکت بهرنیو حکومتونو ته هم د امریکايي اتباعو په اړه معلومات ورکړي وي. “

ښاغلي شومر اندېښنه وښوده که د فس آپ له لارې د “امریکایي وګړو حساس معلومات خطرناکو انټرنټي او نورو ډلو ته په لاس ورغلي وي،” ستونزې به جوړې کړي.

خو د فيس آپ جوړونکی شرکت وايي، چي دوی هيڅ ډول شخصي مالوماتو ته لاسرسی نه لري.