کور / راپور / کورنيو چارو وزارت: د کندهار پر امنيه قومندانۍ بريد د ۷ بريدګرو په وژلو سره تېره شپه پای ته ورسېدی

کورنيو چارو وزارت: د کندهار پر امنيه قومندانۍ بريد د ۷ بريدګرو په وژلو سره تېره شپه پای ته ورسېدی

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د کندهار پر امنيه قومندانۍ بريد د اوو وسلوالو ځانمرګو په وژلو سره پای ته ورسېدی.

پرون ماځېګر څلور بجې د کندهار پر امنيه قومندانۍ د موټربم حمله وسوه، چي ورپسې د سپکو او درنو ډزو ږغونه اورېدل کېده.

ساعت وروسته يوه بله چاودنه هم وسوه، چي د چارواکو په خبره د ځانمرګو بريدګرو دوهم چاودېدونکی موټر وو.

په دغه بريد کي چي د دريو پوليسو په ګډون ۷ ملکي وګړي وژل سوي، ۲۷ پوليس او ۵۹ ملکي وګړي ژوبل سوي دي.

د ميرويس روغتون ډاکټرانو لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي د بريد له ځايه ورته څو مړي او ګڼ شمېر زخميان ور وړل سوي دي، چي ډېری ئې ملکي وګړي دي.

د ډاکټرانو په خبره چي د ځينو ټپيانو حالت د ډاډ وړ دی.

په لومړيو کي افغان چارواکو ويل، چي دوه ساعته جګړې وروسته بريدونه پای ته رسېدلي، خو وروسته مالومه سوه چي نور ځانمرګي بريدګر چي تعداد ئې پنځه تنه وو لا هم ژوندي دي اود پوليسو سره په جګړه بوخت دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي: “له پېښې سره سم د ملي پولیسو او ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړه او د ترهګرو بریدګرو د له منځه وړو په موخه یې چاڼیز عملیات پیل کړل؛ چې په لړ کې یې ۷ بریدګر له منځه یوړل.”

رحيمي زياتوي: “متأسفانه د دې برید په ترڅ کې ۷ ملکیان او ۳ پولیس شهیدان شوي او ۵۹ ملکیان او ۲۷ پولیس ټپیان شوي دي او اوسمهال د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.”

د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده او د ګڼو پوليسو د وژلو ادعا کوي.

بل خوا افغان چارواکي وايي، چي دا بريد د پولي ها غاړي چمن ښار څخه رهبري کېده.