کور / #PTM / ارمان شهيد چوک!

ارمان شهيد چوک!

ليکوال: ح، حقوېش

کله چي افغان کډوالو پښتونخوا ته رامخه کړه، د وخت واکمن هڅه وکړه چي دې کډوالو ته يو ډول ذهنيت ورکړي او بېرته يې د واکمن دولت سره په جنګ واچوي. دې خلکو ته يې د مبالغې له لاري ذهيت ورکړ چي تاسي د اسلام حقيقي بچيان ياست يوازي تاسي کولى شي چي په افغانستان کي له اسلامه دفاع وکړئ. ددې تر څنګ يې د اسلام په نوم ډير نمايشي کارونه هم تر سره کړل، غونډي يې وکړې، د جوماتونو ملايان يې وهڅول، په دېوالونه يې ورته اسلامي او عربي ليکل وکړل، مېلمستياوي يې ورته وکړې، له عربيانو سره يې کښېنول او تر دې حده چي د ښوونځيو نومونه يې لا هم ورته اسلامي او عربي کړل. د خلکو ذهنيت يې د ملي ارزښتونو، کلتور، تاريخ، جغرافيې او عصري ژوند څخه دې ته متوجې کړ چي يوازي د جهاد په هکله درس ورښودل کېده. په اسلامي او عربي نومونو چي کومو ښوؤنځيو خپل فعاليتونه کول هغوى به دا ډول نومونه لرل.
حرا اکيډمي.
اصفه اکيډمي.
البدر ابتدايي ښوونځى.
الفلاح ابتدايي ښوونځى.
المعاذ ابتدايي ښوونځى.
السفوان چلډرن اکيډمي.
اقرا چلډرن اکيډمي.
اسلاميه ښوونځى.
قرطبه ابتدايي ښوونځى.
روضته الاطفال اکيډمي.
سينا ابتدايي ښوونځى.
العصر چلډرن اکيډمي او داسي نور ډير نومونه.
نو پاکستان د اسلام په نوم په ډير برياليتوب سره وکولای شو چي خلک وکاروي او د افغان حکومت په مقابل کي يې راپورته کړي. هغوى لومړى د افغان کډوالو مذهبي مشران وکارول ځکه چي د افغانانو يا د پښتنو زياته برخه بې تعليمه وه او يوازنى کس ملا صېب وو چي پکښې تعليميافته به وو، او بله دا چي زموږ د اطرافو خلک پخوا څه کوې چي اوس هم ډير ساده او په هر څه قناعت کوي، د يوڅو خوږو خبرو وروسته ستا لپاره هر څه کوي نو له دې امله تر ځان د مشر، سپينږيري او د ملا صېب ډير قدر او احترام کوي. د ملا صېب هره خبره ورته د څېښتن تعالاﷻ او پيغمبرﷺ خبره ښکاري تر دې حاله بې علمه دي چي د پنج ګنج کتاب څخه کوم بيت واوري هم وايي خدای پاکﷻ په پنج ګنج کي فرمايي.
پاکستان دې هر څه ته په کتو سره د اسلام په نوم خپلي ګټي په پام کي ونيولې، څلور لسيزي يې د افغانانو په وينو خپل وطن ته نجات ورکړ او ډير پوځي چارواکي يې ميليونران شول. ملايانو هم د افغانانو په وينو تويولو کي سپما ونکړه چي هر ډول لار جوړېدله د افغانانو په وينو کي يې ځيني کار واخيست.
همدا ډول پاکستان اوس هم په پښتنو سيمو کي لومړى له مذهبي مشرانو کار اخلي هغه کاروي بيا د هغوى په مټ خپلي ګټي تر لاسه کوي، او دا مذهبي مشران له يوه پلو ددوى ملګري نه دي يا ددوى د ګټو لپاره کار نه کوي يوڅو مشخص کسان لري چي د هغوى په مټ کار کوي، او د هغوى په مټ نور مذهبي مشران ګواښل کيږي او ددوى کار لپاره اړيستل کيږي.
دا لړۍ يې اوس د پښتنو له نوي راټوکيدلي تحريک “پښتون ژغورني غورځنګ” سره هم پيل کړې ده. لومړى خو تر ډير حده مذهبي مشران خاموشه دي هيڅ ددې تحريک له غوښتنو سره اتفاق نه ښيي. او ځينې بيا د پوځ او نور ادارو په خوله دا تحريک په ډول ډول نومونه بدنامه وي، مشران يې د نورو هېوادونو په استخباراتي کړييو تورنوي. لکه مولانا محمد خان شېراني چي دا تحريک د يوه نوي جنګ پيل وباله. د ږوب ملا! ملا الله داد بيا په کفر تورن کوو. او پيرانو د کورنۍ يوه غړي د هندوستان طرافدار وښود او د مخنيوي لپاره يې خپلو مريدانو ته امر وکړ. همداسي نور ډير ملايان شته په تحريک پسې بد واي. او پنجابي ملايان خو يې له لومړۍ ورځي خلاف دي د پرديو استخباراتو ايجنټان يې ښيي.
خو!
په اصل کي دا تحريک د اسيا په لويه وچه کي د يوه لوى قوم “پښتون” د ژغورلو لپاره راوچت شوى دى، چي له نيمي پېړۍ زيات عمر کيږي چي د پنجاب ظلمونه او وحشتونه په ځان زغمي. نه يې کومه غوښتنه د اسلام خلاف ده، نه يې کوم قدم د اسلام خلاف اخستى دى، نه يې د اسلام خلاف خبره کړې ده، او د اسلام په روڼا کي د يوه زورېدلي قوم لپاره د حق غوښتونكي دي. بيا هم هغه خلک چي د اسلام په نوم شخصي ګټي په پام کي لري هغه په دې تحريک پسې بدرد وايي. دا هم هغه خلک دي چي ددوى د سترګو په وړاندي يې (ارمان لوڼى) د لوى بازار په منځ کي ورته شهيد کړ دوى هيڅ هم ونه ويل نه يې کومه وينا وکړه، نه يې غندنه وکړه او نه يې کوم بل څه وويل چي ولي داسي ظلم کيږي، سترګي يې پټي کړې او خاموشه شول. ددې هر څه تر څنګ اوس د پوځي ادارو په  خوله راولاړېږي د لورالائي د لوی جومات یوه پنجابي ملا قاري ممتاز او د سيمي نور چارواکي چي له پوځي ادارو سرچينه اخلي د “ارمان لوڼي شهید چوک” په “ختم نبوت چوک” سره رغوي. داسي نه ده چي ددې نامه لپاره نور ځايونه نشته، بلکې ډير ځايونه شته چي دوى يې د “ختم نبوت” نامه لپاره غوره کړي. په دې تر هر څه له مخې موږ ورسره موافق يو، او ورسره مرسته کوو چي په لورالائي کي نه بلکې په هر ښار کي دي په دې نامه چوک ورغول شي. خو دا چوک د ارمان په نوم دى، نو ملا ممتاز او چارواکي دي ددې په ځاى کوم بل ځاى انتخاب کړي، همدغه لويه جامعه چي ملا ممتاز يې ملا دى دغه دي د “ختم نبوت” په نامه کړي، ددې تر څنګ نور چوکونه هم شته لکه سپلائي چوک یا کوم بل چوک دي د”ختم نبوت” په نوم کړي. خو ددې چوک تر شا د پوځي ادارو لاس دى نه غواړي چي د پښتنو د اتلانو ياد پاتې شي نو له دې امله يوځل بيا غواړي له مذهبي خلکو کار واخلي او خپلو شومو ګټو ته ځان ورسوي.
دا ښه وخت دى چي ځانونه وپوهوو د اسلام په نوم د خلکو د ګټو قرباني نه شو، اسلام ته به د اسلام په رڼا کي خذمت کوو.