کور / راپور / مريم نواز: په پاکستان تش په نوم د بيان ازادي سته، هرڅه کي پوځ مداخله کوي

مريم نواز: په پاکستان تش په نوم د بيان ازادي سته، هرڅه کي پوځ مداخله کوي

د مسلم ليګ نواز ګوند يوه مشره او دنواز شريف لور مريم نواز وايي، چي په پاکستان کي تر بل هر وخت ډېر د بيان پر ازادۍ بنديزونه لګېدلي دي.

د مريم نواز په خبره، کله چي په پاکستان کي پوځي حکومت وو هم د بيان پر ازادي دومره پابندي نه وه راغلې، لکه څنګه چي اوس ده.

مريم نواز په يوې مرکه کي وويل، اوس په پاکستان کي تش په نوم د بيان ازادي سته، خو په حقيقت کي ټول کنټرول د پوځ په لاس کي دی او هر څه په خپله خوښه سانسوروي.

په دې وروستيو کي په پاکستان کي ګڼ شمېر خبريالان د استخباراتو لخوا وژل سوي دي او ډېرو نورو ته ګواښونه سوي دي، چي د حکومت خلاف څه خپاره نه کړي.

دوې اونۍ وړاندي په پاکستان کي د دريو مشهورو خبريالانو د ټويټر حسابونه هم تړل سوي دي او همداراز څلور ټلوېزوني چيلونه بند سوي دي.

دغه خبريالانو او ټلوېزونونو د حکومت پر ځينو کارونو باندي نيوکه کول.

پاکستان په نړيواله کچه د مذهبي ازادۍ او د بيان ازادۍ پر وړاندي د سختدريځو په ملاتړ تورن هيواد دی او دلته د پوځ په خوښه هغه څه کېږي چي دوی ئې وغواړي او د پوځ د خوښي پرته هيڅوک په ازاده توګه څه نه سي خپرولای.