کور / راپور / عبدالله عبدالله: طالبانو تر اوسه خپل ترهګريز فکر نه دی بدل کړی

عبدالله عبدالله: طالبانو تر اوسه خپل ترهګريز فکر نه دی بدل کړی

د جولای پر ۱۸ د پنجشنبې په ماځيګر د کندهار پر امنيه قومندانۍ بريد او د جمعې ورځي په سهار د کابل پوهنتون په دروازه کي موټربم چاودنه هغه څه دي چي د افغان چارواکو او سياسيونو غوسه ئې راپارولې او ويلي ئې دي چي طالبان سولي ته ژمن نه دي.

د ولسمشر اشرف غني وياند صدیق صديقي وايي، چي د وسله والو طالبانو دا حملې د هغې ډلې د قصاوت او د تشدد د دوام څرګنده نښانه ده چې یو شمېر غړي یې په داسې خبرو کې ګډون لري چې هېڅ ځای ته نه رسېږي.

د کندهار په بريد کي يوولس تنه ووژل سول او تر اتيا زيات زخميان سول، چي ډېره مرګژوبله ملکي وګړو ته واوښتل.

په دغه بريد کي په سوداګريزو توکو بار ګڼ شمېر لارۍ هم له منځه ولاړې چي سوداګرو ته ئې درانه مالي زيانونه واړول.

د دغه بريد پړه طالبانو پر غاړه واخيستل او د ګڼو پوليسو د وژلو ادعا ئې کړې ده.

تېره ورځ د کابل پوهنتون په جنوبي دروازه کي هم يو موټر بم چاودنه وسول، چی تر لسو زيات کسان پکي ووژل سول او ګڼ شمېر نور ژوبل سول.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، طالبانو تراوسه خپل ترهګر فکر لا نه دی بدل کړی او دوی يوې داسي راتلونکی لپاره ژمن نه دي چي په هغه کي تاوتريخوالی نه وي.

عبدالله عبدالله پرون د جولای په نولسمه په فېسبوک پاڼه کې ولیکل: په دوحه کې د سولې په اړه تر څو واره خبرو وروسته داسې انګېرل کېده چې هغوی (طالبان) به بدل فکر کوي، خو د عبدالله په لیکنه، د تشدد او وسله والو حملو دوام څرګنده کړه چې وسله وال طالبان په افغانستان کې پر داسې اینده چې له تشدده خالي وي، هېڅ باور نه لري.

https://www.facebook.com/AFGHANCE/posts/2358036064407870

د طالبانو وروستۍ حملې د عادي افغانانو لخوا هم غندل سوي دي.

پر خواله رسنيو داسي انځورونه خپاره سوي، چي ښيي د طالبانو په بريدونو کي تر ډېره ملکي تاسيساتو، سوداګريزو توکو، ښوونځيو او خلګو ته پکي زيان اوښتی دی.