کور / راپور / احسن اقبال: د پوځ او رياست غلطو پاليسیو پاکستان کي د خلګو ژوند سخت کړی دی

احسن اقبال: د پوځ او رياست غلطو پاليسیو پاکستان کي د خلګو ژوند سخت کړی دی

په پاکستان کي د مسلم ليګ (ن) ګوند د رهبرۍ شورا يو مشر احسن اقبال وايي، چي دا مهال په هيواد کي د حاکم تحريک انصاف ګوند لخوا پر مخالفينو سخت فشار وارد سوی او په يوه او بله بهانه ځپل کېږي.

احسن اقبال وايي، په پاکستان کي پوځ او حکومت دواړو عوامو ته سلا يوه کړې او د پاکستان هر وګړی اوس د سخت فشار لاندي ژوند کوي.

احسن اقبال وايي، چي دا ټول د پوځ او حکومت د غلطو پاليسيو نتيجه ده چي اوس د پاکستاني وګړو ژوند تريخ دی.

د اقبال په خبره، رياست اوس د تجارانو، صنعت کارانو او عامو وګړو اقتصادي ژوند  د سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

پاکستان اوس د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او حکومت هڅه کوي چي پر عوامو د ټکس زياتولو له لاري ددې خراب حالت څخه ځان وباسي، خو داسي برېښي چي دغه حالت نور خلګ په تنګ کړ ي دي او د هيواد اقتصادي حالت نور ورسره خراب سوی دی.