کور / راپور / سعودي منځني ختيځ ته د امريکايي پوځيانو د ورتګ هرکلی کړی دی

سعودي منځني ختيځ ته د امريکايي پوځيانو د ورتګ هرکلی کړی دی

امريکا اعلان کړی چي په منځني ختيځ کي د حالاتو د کنټرول لپاره به سيمي ته اضافه سرتېري استوي.

ددغه اعلان سره د سعودي عربستان د دفاع وزارت خوښي څرګنده کړې او دا ئې د امنيت ساتلو لپاره يو مثبت ګام بللی دی.

سعودي وايي، چي اوس مهال په سيمه کي د امنيت او ټيکاو رامنځ ته کولو لپاره ددوی او امريکا ترمنځ ګډ خوځښتونه پيل سوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: “د سعودي او مریکا ترمنځ د ګډې همکارۍ پربنسټ او په سیمه کي د امنیت او ټیکاو ساتلو په موخه پاچا سلمان د امریکايي پوځيانو د راتګ هرکلی کړی”.

دا ګام پر داسي مهال اخيستل سوی چي په منځني ختيځ کي د امريکا او ايران ترمنځ تاوتريخوالي زور اخيستی دی.