کور / راپور / په جنوبي وزيرستان کي پر پوځ د بريد پر مهال ګڼو پوځيانو ته مرګژوبله اوښتې ده

په جنوبي وزيرستان کي پر پوځ د بريد پر مهال ګڼو پوځيانو ته مرګژوبله اوښتې ده

پرون د خالي يا شنبې په ورځ په جنوبي وزيرستان کي د پوځ پر کاروان بريد سوی او ګڼو پوځيانو ته ئې مرګژوبله اړولې ده.

پېښه د جنوبي وزيرستان د سره روغه په کرګڼې سیمه کې رامنځ ته سوې ده.

په دغه پېښه کي دوه پوځيان وژل سوي او پنځه نور مرګوني ټپيان دي.

ځايي سرچېنې وايي، چي پوځيان په سيمه کي په ګزمه بوخت وه، چي ناڅاپه پرې ډزي وسوې او ګڼو پوځيانو ته ئې مرګژوبله واړول.

په جنوبي وزيرستان کي وخت پر وخت د پاکستاني استخباراتو  لخوا ساتل سوي وسلوال پردوی د ټوپک شپېلۍ راواړوي او خپله پوځ ته مرګژوبله واړوي.