کور / #PTM / های کورټ د پي ټي ايم د غړو خوشي کولو حکم کړی، خو پوج دا حکم نه مني

های کورټ د پي ټي ايم د غړو خوشي کولو حکم کړی، خو پوج دا حکم نه مني

د پېښور های کورټ چي د پښتون ژغورني غورځنګ د ځينو غړو د خوشي کولو حکم ورکړی دی، لا تراوسه دغه کسان خوشي سوي نه دي.

های کورټ د پي ټي ايم د مخکښانو عبدالله ننګیال او عارف وزیر په ګډون د غورځنګ د اووه نیول سویو غړیو د خوشي کولو حکم ورکړی دی.

دا ټول کسان د پي ټي ايم په ملاتړ تورن سوي وه او پرته له کوم جرم څخه په زندان کي پاتي دي.

د نیول سویو کسانو وکیل شهاب خټک وویل په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، “ حکومت د تهري ایم پي او قانون ډیر په منظمه توګه د غورځنګ د غړیو د خاموشه کولو لپاره په کار راوستی دی.”

نوموړي زیاته کړه چي عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د اووه فعالانو د خوشي کولو حکم ورکړی دی خو لا خوشي سوي نه دي.

د یاد غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز وايي د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کي د دوي تر ۳۰ ډیرو ملګرو باندې مقدمې درج کړل سوې دي.

ثنا اعجاز وویل چي دوي دا وخت د خپلو ملګرو لپاره قانوني جنګ کوي ، او هڅه کوي چي په عین وخت کي د ضلعو په کچه تنظیم سازي وکړي.

بل خوا د پي ټي ايم دوه مخکښ مشران او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ هم په زندان کي پرته له کوم دليله پاتي دي او دهغوی محکمه وخت په وخت ځنډول کيږي.