کور / سياسي / حافظ سعید او پنجابي پروپګنډہ

حافظ سعید او پنجابي پروپګنډہ

ليکنه: جين اسټين يوسفزۍ

د انډیا او امریکی په فشار د پنجابي فوج د خپل ساتلي او پاللي مشهور ترهګر  حافظ سعید د نيولو اوازہ ده.

اول خو دا ھم د پنجابي شاونسټ پوج د مکاري پروژې څه پلان ښکاري.

دوهم، که چيرته ئې دا کار د امريکې په فشار کړی هم وي، نو هم  د پاکستان په دننه او هم د محکوم وطن پښتنو او نورو سياسي ډلو ته چي ددوی له لاسه ځپل کېږي دا ښکاره پېغام او پېغورونه  ورکوي چي د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد په نيولو او پر هغه د بنديز لګولو سره په هيواد کي يوه پاڼه هم خپله ونه رپېده.

بيا پنجابي شاوسنټ په ډېر وياړ دا پروپګنډه کوي چي تاسو ته مالومه نه ده چې حافظ سعيد څوک دی؟

څومره کسان يا نفر لری؟!

بيا وايي، چي حافظ سعيد سره تر يولک پوري تربيه شوي جنګيالي موجود دي.

که چرته حافظ سعيد غوښتي وای، نو دا کسان به  ئې روډونه ته را ايستلي وای او د پاکستان خلګو ته به ئې ښودلي وای چې پرلت څه ته وايي.

که چېري وارث اسلام مولانا رضوي (چې هغه هم د پوج خپل کس دی او د خپل ضرورته په وخت کې ئې په کار راولي) د پير افضل په شان بغاوت کړی وای، نو د پاکستان سړکونه به په وينو سره وو.

بيا دا دړکه او اخطار ورکوي، چې که دا يو لک تربيه شوي کسان بغاوت وکړي، نو عراق او شام په شان هيوادونه به هم په څو هفتو کې په کنډرونو بدل شي.

خو په پېغور ټولو ته وايي، چې پاکستانيان دې له دې نه نه وېرېږي چې دا خلګ به د خپل هيواد او پوځ پرضد داسي پرېوتی کار کوي، ځکه ددوی په وينه کي پاکستان موجود دی.

د يو څو لکه چندې په خاطر د خپل پوج پرضد بغاوت د نعرو کولو والا خلګ نه دي، بلکي  د ټولو نه اول د پاکستان نعرې وهلو والا خلک دي. که دوی څوک قتل هم کړي بيا هم د خپل هيواد پرضد نعرې به ونه وهي.

دوی زياتوي، چې له هرښار څخه څو سوه راټول سوي خلګ او بيا د ملک خلاف نعرې وهلو والا دي له دوی څخه د وطن محبت زده کړي، چې اصل مجاهد قام لا رحمدل او دښمن ظالم وي.

نو اولنۍ خبره خو داده چې پاکستان  هر کال د خزاني غټ بجټ په دومره غټ ساتلي شوي پوج خوري، نو د پوج به موجودګۍ کې د حافظ سعيد په مشرۍ کې د جماعت الدعوه ډلي د يو لک جنګي تربيه شويو کسانو مطلب څه دی؟

مطلب د ترهګرو باقاعده په منظمه توګه  دومره لوی تعداد کې ساتلو باندي د شعور کسانو ته  سوالونه  پيدا کېږي. ايا پوج د جنګ کولو قابل نه دی چې په دومره لوی تعداد جنګي تربيه شوي وسلوالي ډلي ساتي؟ ايا ملک کې دننه د پوج او حکومت په رضا سره په دومره لويه کچه ترهګري ډلي ساتل او پالل کېږي؟

که چېري يو هيواد کې داسي ډله وي، نو دا خو سيده د غدارۍ او پانسۍ کېس دی، بيا بايد جماعت الدعوه ډله صرف بنديوانه نه شي بلکي حافظ سعيد دي د ملک د قانون مطابق  پانسۍ شي.

که چېري د پاکستان پوج داسي ترهګري ډلي ساتي او هيواد کې دننه ترهګرۍ لا کاروي او يا لکه څنګه چې انډيا د بمبۍ د ترهګرۍ تور پر پاکستان لګوي چې د حافظ سعيد د ډلي لخوا شوی وو، نو بيا  د بين المللي قانون خلاف  د يو هيواد په کچه ترهګر دی.

او په دغه هيواد کې پوج د ترهګرو ډلو ترهګري لا ساتلې او پاللې ده، نو بيا پر دغه هيواد د ترهګرۍ په تور بنديزونه لګول پکار دي اوددغه پوج پر جرنېلانو باندي د بين المللي کرېمنل کورټ ( نړيواله جينايي محکمه) کې مقدمه کول پکار دي چې دوی ته سزاګاني ورکړل شي، ځکه دا خو د بين المللي قوانينو خلاف ترهګري ده، کوم چې هر هيواد او دولت ته ترټولو لوی خطر دی. او په بين المللي توګه دې د پوج له خوا د هيواد پر ساتلو بنديز ولګول شي او پوج  دي په بين المللي توګه ترهګر پوج وګرځول شي، ځکه دوی خپله ترهګرو ډلو سره په هر هېواد کي خپل ملاتړ پاللی دی او د ترهګرو په لاس دهشتګردي کولای شي.

څنګه چې ګاونډي هيوادونه افغانستان، انډيا او اېران د ترهګرۍ او لاسوهني ثبوتونه پېشوي او ګاونډي هيوادونه وخت په وخت شکايتونه کوي چې پاکستان په دوی کې ترهګري او لاسوهني کوي، بايد بين المللي هيوادونه دې ته پام وګرځوي او بين المللي ادارې د پاکستان پوج د ترهګر پوج په توګه وپېژني.

جين اسټين يوسفزۍ