کور / راپور / امريکايي جنرال: د افغانستان سره پوځي مرستو ته ژمن يو

امريکايي جنرال: د افغانستان سره پوځي مرستو ته ژمن يو

په داسي حال کي چي د امريکا او طالبانو د اووم پړاو خبري پای ته رسېدلي د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مکنزي ويلي، چي د افغانستان سره به پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي تېره ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال د ولسمشر اشرف غني سره د خبرو پر مهال وويل، چي موږ به د افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو او په دې برخه کي به همکاري لا پراخه کړو.

جنرال مک کینزي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو وړتیاوو ستاینه وکړه او وې ویل، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په دفع کولو کي د افغان ځواکونو کړنې د ستایلو دي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

جنرال مک کینزي وویل: “د امریکا متحد ایالتونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپلې هیڅ ډول همکارۍ درېغ نه کړي.”

په افغانستان کي دا مهال امريکايي ځواکونه د افغان ځواکونو په روزلو بوخت دي او کله کله  د جګړې په ډګر کي د هغوی هوايي ملاتړ هم کوي.

.