کور / راپور / دفاع وزارت: ترهګري د پاکستان په رښتينو اقداماتو کمېږي، نه د اغزن سيم په لګولو

دفاع وزارت: ترهګري د پاکستان په رښتينو اقداماتو کمېږي، نه د اغزن سيم په لګولو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چي د ترهګرۍ ضد جګړه هغه وخت مثبتي پايلي لرلای سي چي پاکستان په دې ډګر کي صادقانه عمل وکړي.

د دفاع وزارت دا څرګندوني د پاکستان د پوځ په غبرګون کي کړي چي ويلي ئې وه، د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم ځای پرځای کولو د ترهګرۍ پېښو کي کموالی راوستلی دی او امنيت ئې نسبتا ښه کړی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چي امنيت د اغزن سيم په غځولو نه سمېږي، بلکي د پاکستان رښتيني عمل غواړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان، د امریکا غږ ته وویل: “نه یواځې د افغانستان حکومت بلکه نړیواله ټولنه هم پدې باور ده تر هغه چي د ترهگرۍ پر وړاندې جدي او رښتیني گامونه پورته نسي، که د پاکستان له لورې وي او که د نورو هیوادونو له لورې، مونږ نسو کولای کومه نتیجه ترلاسه کړو.”

دا پداسې حال کي دي چي د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره اونۍ د یوې تلیفوني مکالمې په خپرولو سره ادعا وکړه چي د کندهار ولایت د وروستۍ حملې بریدگر په مستقیمه توگه دننه له پاکستان نه “سوق او اداره کیدل”.

د کندهار په امنیه قوماندانۍ باندې د طالبانو وروستي برید کي لږ تر لږه ١٠ تنه ووژل سول او شاوخوا ٦٥ ټپیان سول.

ولسمشر اشرف غني هم تیره اونۍ وویل: “د افغانستان پر وړاندي دپاکستان نا اعلان سوې جگړه اوس هم دوام لري او د هغه په وینا ترهگرې ډلې اوس هم هلته پناه ځایونه لري او په پاکستاني مدرسو کي ملاتړي بنسټونه لري.

پاکستان همېشه د افغانستان په هکله د منافق سياست څخه کار اخيستی دی او په نړيواله کچه د يو ترهګر هيواد په سترګه ورته کتل کيږي.