کور / #PTM / کابل ولسي خلګ:دپښتين مبارزه سپېڅلې ده، هغه د پښتنو د حقوقو، تعليم او پرمختګ لپاره هلي ځلي کوي

کابل ولسي خلګ:دپښتين مبارزه سپېڅلې ده، هغه د پښتنو د حقوقو، تعليم او پرمختګ لپاره هلي ځلي کوي

تېره ورځ په کابل کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ يوه ستره غونډه جوړه سوې وه چي په زرګونو کسانو پکي ګډون کړی وو.

دغه غونډي ته قومي مشران او عام وګړي راغلي وه او د مدني فعالانو په ګډون ګڼو خبريالانو هم ګډون کړی وو.

د غونډي برخوالو د پي ټي ايم په ملاتړ شعارونه ورکول او د ياد غورځنګ ملاتړ ئې د هر پښتون فريضه وبلل.

د غونډي ګډونوالو ويل، چي د منظور پښتين په مشرۍ روانه مبارزه سپېڅلې ده، ځکه هغه د پښتنو لپاره د يو خپلواک انسان په حيث حقوق غواړي او دهغوی ژوند ته د تعليم او پرمختګ رڼا ورکوي.

يو برخوال او د ولسي تحريک مشر عبدالحکيم نورزی وويل: “کومه میړانه چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پشتین. علي وزیر ،محسن داوړ ،ارمان لوڼي اؤ ددې غورځنګ نورو مشرانو اؤ فعالینو کړې ده دا دټول پښتون تاریخ ویاړ دی او دا د هرپښتون فرض دی چې دوی به دپښتون ژغورنې دغورځنګ ملاتړکوي”

د غونډي نورو ويناوالو هم پر افغان ولس ږع وکړ، چي د ډيورنډ منحوسي کرښي ها طرف ته د خپلو پښتنو وروڼو ملاتړ وکړي او په خيبر پښتونخوا کي دي د پښتنو سره د روان ظلم پر ضد په يوه اواز نعره پورته کړي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د خپل قام او پښتنو لپاره د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د عدم تشدد مبارزه پيل کړې ده، خو پاکستاني رياست ددغه غورځنګ ګڼ شمېر فعالان او غړي نيولي دي او له کوم جرم پرته ئې په زندانونو کي اچولي دي.