کور / اقتصادي / مريم اورنګزيب: عمران خان په امريکا کي بايد د خپلي نالائقۍ خبره هم کړې وای

مريم اورنګزيب: عمران خان په امريکا کي بايد د خپلي نالائقۍ خبره هم کړې وای

د مسلم ليګ(ن) ګوند ويانده مريم اورنګزېب وايي، عمران خان له پکار وه چي په امريکا کي ئې د خپلي نا لائقۍ خبره هم کړې وای.

آغلې اورنګزېب وايي، دا چې په پاکستان کي په دې وروستيو کلونو کي دخلګو ژوند د سختو مشکلاتو سره مخ سوی دی او هيواد داقتصادي رکود سره مخ دی، نو په دې هکله عمران خان له پکار وو چي په امريکا کي ئې خپله ملامتي هم منلې وای .

عمران خان د پاکستان د پوځ د مشر په ملګرتيا د امريکا متحده ايالاتو ته تللی دی، چي هلته به ډونلډ ټرمپ د افغانستان د سولي په تړاو هم خبري ورسره وکړي.

عمران خان امريکا کي د پاکستاني سوداګرو يوې ټولني ته په وينا کي ويلي وه، چي موږ اوس د خلګو سره حساب کتاب کوو او پاکستان د اقتصاد په ډګر کي مخ ته روان دی.

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي دي، چي پاکستان په خپل تاريخ کي د ترټولو سخت اقتصادي رکود سره مخ دی او په نړيواله کچه منزوي سوی هيواد دی.