کور / راپور / پښتنو د سپيني ماڼۍ مخته احتجاج کړی دی

پښتنو د سپيني ماڼۍ مخته احتجاج کړی دی

دا مهال د امريکا پلازمېني سپيني ماڼۍ مخته د پښتون ژغورني غورځنګ احتجاجي لاريون روان دی.

احتجاج کوونکي د پاکستان پوځ د ظلمونو او بربريت پر خلاف راوتلي دي او د سپيني ماڼۍ له مشره غواړي چي پر عمران نيازي چي اوس د امريکې په دورۂ ورغلی دی د پښتنو په محکومه سيمه کي د زور زياتي او بشر حقونو څخه د سرغړوني په اړه پوښتنه وکړي او د اقتصادي و سياسي فشار په راوړلو پاکستان د پي ټي ايم غوښتنو او په افغانستان کي له لاس وهنو څخه لاس پر سر کيدلو ته مجبور کړي.

همداراز د متحده قومي مومنټ ( ايم کيو ايم) غړي هم په دغه لاريون کي ګډون کړی دی او د هغوی پرضد د پاکستاني پوځ د ظلمونو او بد چلند غندنه کوي.

بل خوا د بلوڅ ملتپالو کسانو د عمران خان د ورتګ پرضد غونډه کي برخه اخيستې ده او په بلوچستان کي د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو ږغ ئې پورته کړی دی.

عمران خان دا مهال د امريکا په دوره تللی دی او هلته د ولسمشر ټرمپ سره پو يو لړ موضوعاتو خبري کوي.

په پاکستان کي د بلوڅانو او په محکوم وطن کي د پښتنو سره د پنجاپي پوځ ظلمونه او وحشتونه اوج ته رسېدلي دي چي پر وړاندي ئې په پراخه کچه مظاهرې رواني دي.