کور / سياسي / سخت پړاو په مخ کې دی

سخت پړاو په مخ کې دی

ليکنه: آفتاب عالم

افغان ګل بې ګناه

کله چې د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرې پیلېږي د ټولو کورنیو او بهرنیو اړخونو امیال او اغراض مخ ته راځي او له دې سره په اوسنیو شرایطو کې مبارزه سخته ده.

روښانه خبره ده چې د افغانستان معضله کورنی او بهرنی اړخ لري. په دواړو اړخونو کې بیا دوه دوه نور اړخونو دي چې هغه حاکم یا برلاسی او محکوم یا ټیټ لاسی اړخ دی.

 هغوی چې په واک او قدرت کې دي، که حاکم او هغوی چې له حکومت سره په مخالفت کې دي، که محکوم اړخ ونوموو نو امیال او اغراض هم په دوو ډولونو وېشل کېږي.

لومړی، د افغانستان د معضلې په اړه د برلاسو بهرني امیال او اغراض د ستراتيژيک بعد او نفوذ پراختیا ده او هغه هم د سیمه ییزو هېوادونو په انقباض او انقراض سره. په دې منځ کې له افغان حکومت نه افزاري استفاده او د اسانتیا او سختتیا د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.

افغان چارواکو او حکومت هم ونه شو کولای په تېرو ۱۹ کلونو کې خپله خپلواکي، لوری او هویت وساتلای شي او کرار کرار یې د یوې الې حیثیت غوره کړی او د بهرنیو اجناسو د کمېشن کارانو کچې ته راپرېوتې دي. یعنې زموږ حکومت او چارواکو ونه شو کولای هېواد پخپل طبيعي سټراټيژیک، پوليټيک او ډپلوماسي ور سم کړي، نو پخپله بهرنۍ پالیسۍ کې يې یوازې د چین، پاکستان او ایران د توریداتو، د ترکمنستان د تېلو او ګازو او تاجکستان د برېښنا لپاره کمېشن کاري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې طبیعي او نورمال جیوسټراټيژیک او جیوپوليټيک د دې غوښتنه کوي چې په سیمه کې یو داسې سیمه ییز بازار رامنځته شي چې مالکان یې پخپله همدغه د سیمې هېوادونه وي او امنیت یې هم د سیمې د ګډو ځواکونو له خوا ونیول شي.

د ناټو د تعرضي اجنډا په وړاندې د سیمه ییزو سوپرځواکونو او هېوادونو غوښتنه بیا دا ده چې امریکه او ناټو دې له سیمې ووځی، د سیمې په بازار کې دې دخالت نه کوي او کېدای شي د یوه مشتري په توګه ګام پورته کړي نه د مالک او بازار د انحصار ګر په توګه.

دویم، کورني اړخونه د معضلې کټ مټ هغه څه دي چې نوی ښکېلاک یې رامنځته کوي. یعنې په یو تعویضي او مصنوعي اسټبلېشمنټ سره لاسپوڅی او تحت الحمایه حکومت او بل اړخ ته په یوې غیرروښانې اجنډا او موخې سره یو غبرګونیزه مخالفت، ابهام او سردرګمي او داسې یو حالت چې  د هغه هېواد د خلکو لپاره قابل د وړاندوینې او قیاس نه وي.

د سولې د خبرو پر مهال تر ټولو ستونزمنه او لانجمنه مساله له طبيعي اسټبلېشمنټ سره د مصنوعي استبلېشمنټ د تعویض ده، ځکه د دغه استبلېشمنټ ګټې او بقا د ښکېلاک له ګټو او بقا سره تړلي دي، هم به د دې استبلېښمنټ واکمن د خپلې بقا او سامراجۍ د دوام لپاره ناروا مقاومت، نفاق او شقاوت ته مخه کوي او هم به بهرني مغرضان هڅه کوي چې د دغو خلکو ناروا مقاومت، نفاق او شقاوت له لارې د افغانانو خپل منځي خبرو ته درز وکړي، دغه خبرې ناکامې کړي او یا هم د افغانستان د سولې پر بهیر خپل اغراض وتپي او بیا نړۍ ته ووايي چې افغانان پخپل منځونو کې نه جوړېږي، نو ځکه د دوی شتون او مداخلې ته اړتیا ده او په دې توګه په سیمه کې خپل شتون، مداخلې او جګړې ته دوام ورکړي او له دې لارې په سیمه کې خپله بقا او ګټې ورسره تضمین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۳۰۰ کلونو راهیسې د پښتنو په محوریت په هېواد کې طبیعي اسټبلېشمنټ وجود درلود او د هېواد واګي او چارې یې سمبالول، خو پر هېواد د شورویانو له یرغل راهیسې او اوس د ناټو او امریکې په ګډون د مصنوعي اسټبلېشمنټ د واک او بقا لپاره هڅه کېږي چې دغه مصنوعي استبلېشمنت د شورویانو پرمهال د پرچم ګوند او نورو غیرپښتنو له اکثریت څخه جوړ و او اوس مهال له جمعیت تنظیم او نورو غیر پښتنو له اکثریت څخه جوړ دی.

که خبره نوره هم پوسکنده کړو، نو په دغه ناروا، ظالم او ښکېلاک خدمته مصنوعي اسټبلېشمنټ کې په حقیقت کې د شمال ټلوالې همغه پخواني چارواګي راټول شوي چې په هېواد کې د قتال، جنایتونو، بربادۍ، ناکامۍ او ښکېلاک اصلي عاملین دي.

له واک او سیاست سره د دغو خلکو پېچلتیا په دې کې ده، چې له یوې خوا د دغو خلکو ژوند له واک سره تړلی دی او واک یې بیا له ښکېلاک او بهرني ملاتړ سره تړلی دی او له بلې خوا همدغو خلکو ولسونه هم یرغمل نیولي دي او دغه ولسونه نه شي کولای په نږدې وخت کې د دوی له یرغمله ځانونه ازاد کړي او په خپلواکه ډول د ځان او هېواد په اړه پرېکړه وکړي.

د هېواد د راتلونکي ثبات او امنیت لپاره تر ټولو لومړی په کار دا ده چې هېواد بېرته خپل طبیعي ستراټيژیک ته او همداراز واک یې هم باید بېرته خپل طبیعي اسټبلېشمنټ ته وګرځول شي، خو کله چې د دغه کار لپاره د سولې د خبرو پر مهال غږ پورته کېږي نو د جمعیت ګوند پر محوریت د شمال پخوانۍ ټلوالې واکمن او واګمن به خپله ناروا مقدمه او دعوه پیلوي او خبره به د قومي کېدو، نفاق، مقاومت او شقاوت لور ته وړي.

سره له دې چې افغان ولس پخپل ټول قوت سره دا درک کړې چې نور په افغانستان کې ښکېلاک ماتې خوړلې او پښه یې ټینګېدای نه شي، مصنوعي سیاسي ساخت و ساز یې هم نور کاریګر نه دی او پښه یې ښویېدلې ده، خو بیا هم دا اندېښنه شته چې دغه مخلوق به په سوله ییز ډول د واک پرېښودو او لېږد ته زړه ښه نه کړي او د مکر او حیلې لار به خپله کړي او د سولې د خبرو پر مهال به ډېر بد سرخوږی رامنځته کړي. کومه خبره چې دلته یقینې ده هغه دا ده چې د افغان ولس بری حتمي دی، د الله ج اراده به د هغه چا د واک لپاره تمثیلېږي چې پرهېږګاره دی، د اسلام او ولس په ننګ یې توره له ملا تړلې ده او د اعلای کلمت الله لپاره د الله ج همرازه پاتې شوی دی.

خلک باید په یاد ولري چې د سولې ډېر حساسه پړاو په مخ کې دی او د یوه مسلمان او افغان ولس په توګه باید هوښیاره، ځیرک او فرصت شناسه اوسي او چې کله په دا منځ کې له کومې ستونزې سره مخ کېدل باید ولس ته مخ واړوي او له ولسه مرسته وغواړي.

دا وخت چې له راپورته کېدونکو ستونزو سره مبارزه پرې کولای شو، هغه قرانکریم او د پیغمبر ص هدایات او لارښوونې دي، چې ټول باید ورته مراجعه وکړو او منګولې پرې ښخې کړو، که داسې ونه کړو نو بل آيين او قانون او په تېره د تېرو ۱۹ کلونو تش په نامه ډموکراسي او قوانین مو کوم ځای او کامیابۍ ته نه شي رسولای.

تاسو ولیدل چې په تېرو ۱۹ کلونو کې او تر دې مخکې د زور خاوندانو څه نادودې وې چې په دې خوار او مظلوم ولس یې ونه کړې، د مړو له نڅا نیولې، ښځو د سینو تر غوڅولو، پر ماشوم، ځوان او زوړ جنسي تېري، د سکرترو او مامورینو په نوم د هېواد د پېغلو بې عفته او بې عزته کول، د قوم، تنظیم، ژبې، سمت او نورو تړاونو له کبله تر ماشومه، سپین ږیري او سپین سرې تر تېغه تېرول او امثالهم. سره له دې چې دغه جنایت کاران او زورمندان له هر قوم نه دي، خیر یې هیچا ته نه دی رسېدلی او شر یې د خپل قوم په شمول ټولو قومونو ته رسېږي او بهرني پراختیا غوښتونکي او ښکېلاکګر هم د دوی له شتونه د خپلو موخو او هدفونو لپاره کار اخلي او هېواد یې د مصیبت، بدبختۍ او ان د انقراض کندې ته غورځولی، خو بیا هم یوشمېر داسې خلک شته چې لکه د حیواناتو په څېر دي او د الله ج د کلام مطابق له حیواناتو هم بدتر دي، چې د دوی دغه جنایتونه او بدبختۍ لیدلای نه شي، په دوی پسې ټوپکې ګرځوي او د ځان او خپل ولس د بربادۍ لپاره یې لاسونه ورسره ورکړي او د هغوی مرسته او ملاتړ کوي.

مخکې له دې چې افغانان د سولې خبرو ته لاړ شي د دې ستونزې د هوارۍ او نیمګړتیا د لرې کولو لپاره باید په هېواد کې ټول مېشت قومونه له دغو زورمندانو او جنایتکارانو نه د لاس اخیستو او نه ملاتړ لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي وي او په دې توګه د سولې خبرې باید له قومي مخامخوالي لرې وساتل شي.

 د دغه پرېکړې په اړه شاید د یوه خنډ په توګه د زورمندانو د الټرناټیف نشتوالی او د اړتیا استدلال مطرح شي، خو دا ځکه سم نه دي چې د ازمایلو ازمایل خطا دي او تر کومه ځایه چې د یوه سیاسي چتر د شتوالي او اړتیا خبره ده، چې وکولای شي دم مهال واک تمثیل او امنیت ټينګ کړي، کېدای شي دغه امتیاز د یوې امتحاني دورې لپاره طالبانو ته وسپارل شي، خو طالبان باید دغه کار یو امتیاز نه بلکې یو تکلیف وګڼي او د سر ته رسولو لپاره یې د خپل ولس دغه چوپړ ته ملا وتړي.