کور / راپور / ټرمپ: د افغانستان جګړه په يوه اونۍ کي ګټلای سم، خو نه غواړم چي مليونونه انسانان ووژل سي

ټرمپ: د افغانستان جګړه په يوه اونۍ کي ګټلای سم، خو نه غواړم چي مليونونه انسانان ووژل سي

ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره  په سپينه ماڼۍ کي د افغانستان په تړاو خبري کړي دي او ويلي ئې دي چي تمه لري پاکستان به د افغان سولي په راوستلو کي مرسته وکړي.

ټرمپ وويل، کولای سي چي د افغانستان جګړه په يوه اونۍ کي وګټي، خو نه غواړي چي په مليونونو انسانان ووژل سي.

عمران خان چي امريکا ته په سفر تللی دی تېره ورځ ئې د ډونلډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کي ولېدل.

ټرمپ په افغانستان کي د ترټولو لوی بم ( د بمونو مور) يادونه وکړل، چي په ننګرهار کي د داعش پر يو مرکز واچول سو.

ټرمپ وويل، د نورو بمونو د کارولو کار هم روان وو، خو ما ئې مخه ونيول.

ټرمپ دا هم وويل، چي امريکا په افغانستان کي ۱۹ کاله خپل ځواکونه وساتل او نور غواړي چي خپل سرتېري له دغه هيواده وباسي، خو د پاکستان څخه تمه لرو چي طالبان د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.

ټرمپ زياته کړه، چي کېدای سي د افغانستان په تړاو مثبت ځوابونه ترلاسه کړو.

عمران خان هم د ټرمپ سره په خبرو کي ژمنه وکړه، چي طالبان به د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.