کور / راپور / خليلزاد د افغان سولي مذاکراتو لپاره د کابل او قطر په سفر راوتلی دی

خليلزاد د افغان سولي مذاکراتو لپاره د کابل او قطر په سفر راوتلی دی

د افغانستان سولي په تړاو د امريکا ځانګړی استازي زلمی خليلزاد نن د بيا ځلي خبرو لپاره د افغانستان او قطر په سفر راوتلی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه خبرپاڼه کي ويلي، چي د خليلزاد سفر به د جولای له ۲۲ څخه د اګسټ تر لومړۍ نېټې پوري وخت ونيسي.

په خبرپاڼه کي راغلي، چي خليلزاد به لومړی کابل ته ځي او وروسته به د قطر پلازمېني دوحې ته ولاړ سي او د طالبانو سره به د سولي په تړاو خبري پيل کړي.

خليلزاد به په کابل کي د افغان حکومت سره پر دې وږغېږي، چي د راتلونکي بين الافغاني مذاکراتو لپاره بايد ټيم وټاکل سي او د مدني ټولنو د استازو سره به هم خبري اتري وکړي.

خليلزاد دوې اونۍ وړاندي په قطر کي د طالبانو سره د اووم پړاو خبري پای ته ورسولې او نوموړي وويل، چي دا خبري ډېري مثبتي وې.