کور / اقتصادي / اشرف غني: د ګاونډیانو د دروازو شاته د درېدلو وخت پای ته رسېدلی

اشرف غني: د ګاونډیانو د دروازو شاته د درېدلو وخت پای ته رسېدلی

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، نور د خيرات غوښتلو لپاره د بل دروازو ته د درېدلو وختونه پای ته رسېدلی دی او ددې وخت را رسېدلی دی چي افغانان به په خپلو پښو درېږي.

ولسمشر غني چي تېره ورځ ئې د څارني او انسجام د ګډ بورډ په يوې غونډه کي وينا کول وويل، افغانستان د هيچا سره بنيادي جنجال نه لری، جنجال زموږ پر موقعيت دی، دغه موقعيت چي موږ ئې لرو په کراره کراره ئې پر عوايد لرونکي څلورلاري بدلوو او له دې لاري به موږ ته ډېر عائدات راټولېږي. نوموړي وویل افغان ملت راتلونکي اونۍ یو لوی سیاسي عمل پیلوي، دا به د جګړې، تاوتریخوالي، ځان غوښتنې او دنظام ضد دښمنانو او فرصت طلبو پر وړاندې عمل وي.

ولسمشر غني وویل د افغان ملت اووه میلیارده افغانۍ یې د دې لویې تاریخي پېښې یعنې ټاکنو او د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو ته ځانګړې کړې او دا لومړی ځل دی چي د ټاکنو ډېر لګښت افغانستان پخپله ورکوي.

دښاغلي اشرف غني وینا وه “هیڅ افغان نه غواړي بې وطنه سي او زیاته یې کړه” د بې وطنۍ او سرګردانۍ وخت تېر سویدید خیرات ورکوونکو د دروازو شاته په کتار زموږ د ملت د درېدو وخت پایته رسېدلی او په بشپړ ډول باید پایته ورسېږي

د ښاغلي غني په ویناد ګاونډیو د دروازو شاته په سپکاوي د انتظار وخت پایته رسېدلی او باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږيموږ یو وخت د افکارو او تمدنونو د وصل ځای وو او باید خپل دغه تاریخي حیثیت اعاده کړو

نوموړي وویل افغانستان باید د آسیا وچه کي یتیم ماسوم نه ويدا ملت باید په نړۍ کي بېوزله او بې کسه نه ويهغه هېواد چي هر څه لري باید له هیڅ ونه وېرېږي.افغانان سولې او پیوستون ته اړتیا لري.

اشرف غني وویل “مونږ نن له ترهګرۍ، داعسي او تکفیري افراطیت سره د مبارزې لومړۍ کرښه یود افغانستان دولت دنړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو اساسي شریک دی، دغه شراکت ډېر ارزښتناک او ډېر بامفهومه دی او د خیرات پربنسټ نه دی