کور / راپور / هند د کشمير په هکله د ټرمپ ادعا رد کړه

هند د کشمير په هکله د ټرمپ ادعا رد کړه

هند د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندوني بې اساسه بللي دي، چي ګڼي هند له ټرمپ څخه د کشمير مسالې د حل غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ ټرمپ په سپينه ماڼۍ د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره د خبرو پر مهال وويل، چي د کشمير په مساله کي هند له امريکا څخه د دريمګړي غوښتنه کړې وه.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل، چي د هند وزيراعظم نريندرا مودي ترې په وروستئ کتنه کې وغوښتل چيد کشمير په مسله کې د پاکستان او هند ترمنځ منځګړتوب وکړي.

په دغه وخت کي عمران خان وويل، “امريکا يو طاقتوره هېواد دی. د دې مسلې په ختمولو کې مرسته کولی سي. ولسمشره، که ته داسې وکړي د ميليونونو خلکو دعا به واخلي”.

خو د هند د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کي ويلي، چی لومړي وزير نريندرا مودي هيڅکله هم د ټرمپ څخه د کشمير د مسالې د حلولو غوښتنه نه ده کړې او نه ئې په دې هکله بحث ورسره کړی دی.

ددغه وزارت وياند رويش کمار پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، چي د ډونلډ ټرمپ څخه هيڅ داسي غوښتنه نه ده سوې

د دې وزارت وياند، روېش کمار زياته کړه چې د پاکستان سره ټولې مسلې له پولې آغاړه ترهګرۍ فعاليتونو ودرولو سره تړلي دي او په دوه اړخيز ډول حلول غواړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي کشمير د هند خاوره ده او پاکستان پکي ترهګري کوي، چي ددې مسالې حل به هند په خپله کوي.