کور / راپور / ارګ: افغان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې

ارګ: افغان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې

افغانستان د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په غبرګون کي ويلي دي، چي افغانستان ازاد هيواد دی او خپل برخليک به خپله ټاکي.

له ارګ څخه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي افغانستان د امريکا سره د ښې ملګرتيا هيله لري، خو دا په دې مانا نه ده چي د افغانستان برخليک دي د نورو کسانو په لاس کي وي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ تېره ورځ د عمران خان سره په سپينه ماڼۍ کي د ليدني پر مهال وويل، چي که دی وغواړي د افغانستان په لس ورځي کي د نقشې له مخي ليري کولای سي او په افغانستان کي به جګړه وګټي، خو دا کار به لس مليونه انسانان هم له منځه يوسي، خو دی نه غواړي دا کار وکړي .

د ډونلډ ټرمپ ددغه څرګندونو په غبرګون کي نن ارګ وويل، چي دټرمپ څرګندوني غيرمسؤولانه دي او په دې هکله به له امريکا څخه ډپلوماټيک سپيناوی وغواړي.

په خبرپاڼه کي راغلي، چي افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چي د تاریخ په اوږدو کي له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

خبرپاڼه زياتوي: “له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کي د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کي د افغانانو د زعامت له حضور پرته نسي ټاکل کيدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کي په صلابت او عظمت پاتې سي.  “

خبرپاڼه وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.