دترمپ ګواښ
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: محمد اکبر پیمان
د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶ نیټه د سهار په ۸ بجو او ۱۶ دقیقو جاپانیان د سهار له خوبه را پاځیدلي وو، ماشومانو ښوونځيو ته د تلو تیاري نیوله، کورني د سهار د چايو په څښلو بوختي وي او په سلګونو زرو خلکو یوه نوي او له امیده ډکه ورځ پیل کړي وه چي د امریکا B-29 الوتکي ددي هیواد د ایروشیما په ښار لمړني اټومي بمب وغورځاوه او دري ورځي وروسته یوبل اټومي بمب ددي هیواد د ناګاساکي په ښار وغورځاوه. دا کاريي د برتانيي په مشهوره او د دي هیواد د ملکي په تاید وکړ.
داچه په حقیقت کي په دي حملو کي څومره کسان ووژل شول دا خبره به تر قیامته پټه پاتي شي خو ځیني تخمینونه وايي چه لمړني بمب ۱۲۹۰۰۰ او دوهم بمب ۲۲۶۰۰۰ کسان ووژل. د جاپانیانو دا نوي پیل کړي ورځ نیمه خوا شوه، ماشومان له ښوونځیو سره او کورونه له کورنیو سره داسي لولپه شول لکه په دي دنیا چي دوزخ ته تللي وي.
https://www.youtube.com/watch?v=3wxWNAM8Cso
جاپانیان له موږ څخه زورور، زړور، هوښیا او کاریګر خلک دي. دا هیواد دومره زورور وو چه امریکا ورڅخه بیریده او اخر يي مجبوره کړه چه په اټوم بمب يي وولي. دا چي امریکا به افغانستان په اټوم وولي احتمال يي ډیر کم دي. خو که فرضآ امریکا دا کار وکړي او خداي ناکرده زموږ په میلیونونو وګړي ووژني او کله چي سهار شي هیڅوک له خوبه را ویښ نه شي، نو څه فکر کوي چي چین، روسیه او یا کوم اټومي قدرت به له امریکا سره د افغانستان په سر جګړه وکړي؟ هیڅلکه نه ځکه د هغوي جګړه بیا د ټولي نړي تباهي ده او هیڅوک نه غواړي چه د یوه تباه ملک (افغانستان ) په خاطر ټوله نړي تباه کړي.
د عربستان سعودي نني پاچاهي هم د انګریزانو له خوا را منځته شوي ده اونني شاهان هم د انګریزانو په واسطه قدرت ته رسیدلي دي. موږ ټول پوهیږو چه که امریکا د سعودي عربستان ساتنه ونه کړي فکر نه کوم چه په اوسني وخت کي به بیا ابابیل را پیدا شي چه ددي هیواد ساتنه وکړي.
زموږ احساست، غندني، ښکنځل او ښیراوي زموږ د ملت درد نه دوا کوي. ټرمپ د پاکستان په اړه داسي خبري نه شي کولاي ځکه موږ د خپلي بي عقلي له وجهي پاکستان د اټوم بمب څښتن کړ. اوس د همدي اتیا کلن پاکستان د صدراعظم په مخکي ترمپ وايي چه زه افغانستان په څو دقیقو کي له منځه وړم. همدا اتیا کلن له څلویښتو کلنو راهیسي زموږ پنځه زره کلن ملک داسي وهي، داسي يي ژړوي داسي يي ځوروي لکه کوم ظالم ته چي کومه کونډه ښځه په لاس ورشي او غواړي په زور يي ځانته نکاح کړي. جهاد افغانستان دفاع پاکستان خبره رښتیا شوه خو موږ تر ننه هم په خپل جهاد ویاړو او هم په پاکستان ریشخند وهو دا چه په پاکستان ریشخند وهو که په ځان ریشخند وهو دا به تاسو راته ووایاست.
محمد اکبر پیمان
د جولاي ۲۳ کال ۲۰۱۹