کور / راپور / امريکايي سياسيون: د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندوني ډېري احمقانه وې

امريکايي سياسيون: د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندوني ډېري احمقانه وې

د افغانستان د جګړې په هکله د ټرمپ لانجمنو څرګندونو د ګڼو افغان سياسيتوالو، عامو افغانانو او امريکايي څېړونکو غبرګونونه راپارولي دي.

تېره ورځ ډونلډ ترمپ د عمران خان سره د د خبرو پر مهال په سپينه ماڼۍ کي وويل، چي که دی وغواړي په يوه اونۍ کي د افغانستان جګړه ګټلای سي ، خو په دې کي به لس مليونه انسانان ووژل سي او افغانستان به د نقشې له مخي ورک کړي.

د يادو څرګندونو په هکله افغان دولت سخت غبرګون ښودلی  دی او ويلي ئې دي چيافغانستان د امريکا سره د ښې ملګرتيا هيله لري، خو دا په دې مانا نه ده چي د افغانستان برخليک دي د نورو کسانو په لاس کي وي.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چي د تاریخ په اوږدو کي له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

همدا راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سخت غبرگون ښودلی او د امریکایي صدر پرونۍ څرگندونې یې “د افغانستان ټولو خلکو ته لوی سپکاوی” گڼلی دی.

ښاغلي کرزي زیاته کړې چي د ټرمپ دغه څرگندونې، “د افغانانو او افغانستان په وړاندې د امریکا د مشرتابه پټ نیتونه څرگندوي او دا ښیي چي دوی ژوندانه او انساني کرامت ته هېڅ درناوی نه لري”.

طالبانو هم د ډونلډ ټرمپ څرګندوني غندلي دي او په يوې خبرپاڼه کي ئې ويلي دي: “د ټرمپ دا دريځ چي نه غواړي نور په افغانستان کي د پولیس رول اداء کړي او دا جګړه له یوه بشپړ ملت سره ده چي د دې ملت په ژوند یې نسي ګټلای، مثبت ټکي دي”.

د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټي د نړېوالو مطالعاتو یو پروفیسر او سیاسي څیړونکی ډانیل مارکي وایي صدر ټرمپ د افغانستان د موضوع حل ته یوازې له دوه اړخه گوري. پروفیسر مارکي پخپل ټویټر کي لیکلي:

“ټرمپ په تکرار سره په افغانستان کي د امریکي پالیسي داسې ښکاره کوي چي گنې یو اړخ ته (د پاکستان په مرسته) د سوله ییزو مذاکراتو او یا بل اړخ ته د لسو میلیونو بیگناه وگړو د وژنې ترمنځ باید یو انتخاب وسي.”

د امریکا د پوځ یو تقاعد جنرال، باري آر مکافري په افغانستان کي د لسو میلینو خلکو احتمالي وژل، یو جنایت گڼي. هغه لیکلي: “په اووَل آفیس کي د ټرمپ دا عجیبه بحث چي په افغانستان کي د امریکا لخوا د ایټمي بم د استعمال او لسو میلینه کسانو د وژل کیدو په هکله و، تر ټولو غیرمسوولانه خیالات دي چي تر اوسه له یو امریکایي صدر څخه اورېدل سوي. هیڅ امکان نه لري چي د پوځ مشرانو دې پر دې طریقې لا غور کړی وي. دا به یوه جنایتکارانه طریقه وي.”

ډولنډ ټرمپ د امريکا په تاريخ کي يو له هغه ولسمشرانو څخه دی، چي د نورو هيوادونو په هکله ډېر وخت غير ډپلوماټيکه ژبه کاروي.