زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۹۳ برخه

Aziz Rahman Hazim | جولای 24th, 2019


غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۹۳
یو څو ورځي یې بمبيي کي وساتلم بیا یې سابرمتي زندان ته یووړم. د دغه محبس وضعیت ډېر خراب وو. مشر یې انګرېز او تر وروستي بریده بدچلنده و ظالم انسان وو. ډوډۍ یې زموږ د صوبې له سي کلاس سره هم نه برابرېده. کټ نه وو، پر مځکه به څملاستلم. توشکه او شړۍ مي دواړه لنډي وې. د کوټې نس سمیټي وو. ټوله شپه به مي پښې پر سمیټو پرتې وې. یوازي هم وم. دا چي په دغه سیمه کي بېزوګاني زیاتي وې، نو ما به اکثره له هغوی سره لوبي کولې. کرار-کرار سخت ناجوړه سوم. بیا مي هم هیڅوک په کیسه کي نه وو. د دې بدچلندۍ علتونه دوه ول: یو دا چي زه یو وخت په یوه زندان کي یوه انګرېز وزیر ته ولاړ سوی نه وم او بله دا چي یو څو عمر مخکي په شمله کي له وایسرای سره د ملاقات وړاندیز راته وسو. ما د دې لیدني اړتیا نه لیدله نو نه ورغلم. زه پر حق وم، مګر دوی ته دا خبرې ګستاخي ښکارېده.
سره له دې چي زما سره پر ملاقاتونو باندي سخت بندیز وو بیا هم ګاندي جي راته راغی. زما وضعیت ډېر خپه کړ. چي ولاړ نو یې په دې اړه خپل ږغ پورته کړ او په همدې وجه څه وخت وروسته اې درجې ته پورته سوم. ګاندي جي د خپل خوی سره سم د لیدني پر مهال ډېري ټوکي-ټکالي راسره وکړې او ډېر یې وخندولم.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۹۴
پسله دوو کلونو سختو خواریو او تکلیفونو له بنده ازاد سوم. دا وخت ګاندي جي په سېواګرام کي اوسېد. زه هم هلته ورغلم. دلته یوازي دوې کوټې وې. په یوه کي یې ګاندي جي له خپلو څو ملګرو سره اوسېد. زړه مي غوښت چي زه هم همدلته له ګاندي جي سره واړوم، خو ویل مي هسي نه نورو ته مزاحم سم. کوټه یوه وه، نارینه شپږ. په ها بله کوټه کي د ګاندي جي مېرمن او څو نوري ښځي میشتي وې. ګاندي جي مي په نیت پوه سو او راته کړل یې چي که ته نه په تکلیفېږې، نو همدلته پاته سه. موږ ته څه مشکل نسته. ما ته خو هیڅ زحمت نه وو، له ګاندي جي سره خوشحاله وم. اړتیاوي مي هم پر نشت حساب وې، لار و نظریه مو هم یوه وه نو ولي به په تکلیفېدم؟ بس همالته مي واړول. چي زړه تنګ نه وي ځای نه تنګیږي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

Copyright Larawbar 2007-2024