کور / سياسي / ټرمپ او افغان تاريخ!

ټرمپ او افغان تاريخ!

ليکوال: ح، حقوېش

که خپلي ټولي ليکنې له سره وګورم نو فکر نه کوم چي داسي ليکنه دي مخته راشي چي په هغه کي دي ما امريکا او د امريکا په پاليسۍ تاسو ته څه نه وي ليکلي. امريکا که په افغانستان کي لسګونه کلونه نور هم تېر کړي خو افغانستان ته به يې هيڅ ګټه ونه رسي، او نه به ددوى له لاسه يو ودان افغانستان ووينئ. تر څنګ يې په پاکستان سختې پريکړې وضع کول هم د پاليسۍ يوه برخه ده څو پاکستان د امريکا په ځاى د نورو هېوادونه لپاره لکه د چين او د روسيې لپاره ونه لوبيږي. لکه پرون چي په سپينه ماڼۍ کي عمران خان او ټرمپ په ګډه رسنيو ته خبري کولي. يوه خبريال له ټرمپه وپوښتل چي تاسو د “کوليشن سپورټ فنډ” له لاري په پاکستان مرستي درولې دي، آيا هغه به اوس بېرته ورکړې؟
ټرمپ په جواب کي ورته وويل چي له پاکستان سره مو يو اشاره درې ميليارده ډالره مرسته کوله، خو تېر دولت له موږ سره همکاري نه کوله. بيا يې عمران خان ته وکتل وې ويل د لومړي وزير د جوړولو را وروسته د داسي ناستې په انتظار وم. له تا مخکي پاکستان زموږ لپاره هيڅ هم نه کول بلکې زموږ له تګلاري سره خلاف روان وو.
همدا لامل وو چي پاکستان څه موده د امريكا له لوري له ستونزو سره مخ وو، ځکه امريكا ورنه غواړي چي پاکستان په سيمه کي يوازي او يوازي د امريکا ګټې خوندي کړي. لکه څنګه چي يې پخوا خوندي کړې وې:
پاکستان په خطه کي هر وخت د امریکا ګټې خوندي ساتلې دي، او مرام يې پر مخ بيايي. ځکه امریکا د افغانستان د جوړېدو په بهانه دلته راغله، خو ډالر او لويي وسلې يې د افغانستان پر ځاى پاکستان ته ور کړې. هغوى په پښتنو او بلوڅانو کيميکل او نورې خطرناکه وسلې لا هم و کارولې. دا کارونه پاکستان د امريكا د خوشحالۍ لپاره ترسره کړل، په دې کارونو ټوله ادارې، ګوندونه او رسنۍ سره سلا وې او دي، ځكه چي ددې ظلم په وړاندي ټوله خاموشه دي نندارې يې کولې او تر ننه په رڼو سترګو ورته ګوري. پاکستان کي اولسواکي له منځه وړل شوې ده، تحريکونه په سختي سره ځپل کيږي دا هر څه د امریکا او پاکستان په شريكه ګټه او خوشه روان دي. پاکستان په خپل خويئ کي بادار ته همېش وفاداره پاتې شوى دى ځکه هغه باور پر لري. امريکايانو له اوسه څلور لسيزي وړاندي کله چي يې د روسيې د مخنيوي لپاره اسيا ته راودانګل دلته يې کرايي سيمې وموندلې هغه يې تقويه کړې په پښو يې ودرولې. هغوى هم خپله وفاداري د لمر په څېر ورته ثابته کړه چي يو په پښو ولاړ او قوي هېواد يې له خاورو سره ورته خاوري کړ، له دې فرصت څخه دواړو هېوادونه ګټه پورته کړه، امريکا په اسيا کي د تل لپاره خپل خوندي ځايونو پيدا کړل. او پاکستان چي په ټوټو راټول شوى وو ليره نه وه چي بېرته له منځه يوړل شي. ځان يې مستقيم کړ د اټومي خاوند شو.
همدغه پاکستان له تېرو څو کالو د امريکا له لوري له ستونزو سره مخ وو، په اوس کي چي لا نوري ډيري ستونزې يې مخته پرتې وې بله لار يې پيدا نه کړه، نو بېرته يې د امريکا لوري ته مخ کړه، څو شته ستونزي ورباندي لږ شي، لومړى يې لومړي وزير هڅه وکړه چي په خپل مټ له ټرمپ سره وګوري خو ونشول، بيا يې د سعودي عربستان مشر ورته واسطه کړ او ټرمپ ورسره د لېدلو نېټه کېښوده. د لېدلو په وخت کي له خبرو داسي مالوميږي چي پاکستان بېرته د امريكا هغه پخوانۍ تګلاره مخته وړي او امريكا ورسره مرسته کوي. په خبرو کي د افغانستان د سولې يادونه کيږي عمران خان د پخوا په څېر يوځل بيا ډاډ ورکوي چي په افغان سوله کي به همکاري کوي. ټرمپ بيا يو ډول ګواښ کوي وايي که وغواړم د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کي ختمولی شم، او ددې کار لپاره دی په لسو ورځو کي افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.
د ټرمپ داسي څرګندونو د افغانانو غبرګونونه راپارولي، چي په اړه يې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه، چي دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د ټرمپ د څرګندونو صراحت او توضیحات يې غوښتي دي. همدا ډول نورو سياسونو، پخواني او اوسني چارواکو د ټرمپ څرګندونې غیر ډيپلوماټیکې بللې دي او پر هغه یې توندې نیوکې کړې. ددې تر څنګ طالبانو هم يو اعلاميه خپره کړې چي په اعلاميه کي يې راغلي: چي امریکا په تیرو اتلسو کلونه کي هم د افغانانو په وژنو کومه صرفه نه ده کړې، د بمونو د مور په شمول یې د ډلییز قتل مختلف النوع وسلې استعمال کړې.
طالبان وايي ښه داده چي ټرمپ د بې مسئولیته خبرو پرځای د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د ناکامه دريځونو او غیرعملي ادعاوو پرځای د متنازعې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
مالومه خبره ده چي ټرمپ له علمي پلو يو شاته پاتې انسان دى، نه د خپل تاريخ په هکله چنداني مالومات لري او نه د نړۍ په هکله او ممکن ډيرى امريكايان په دې شرميږي چي څنګه د يوه بې علمه کس تر واکمنۍ لاندي ژوند کوي. لومړى افغانستان د نړۍ په تاريخ کي داسې يو هيواد دی چي د نړۍ هر فاتح دلته نه يواځې دا چه په ګونډو شوى دی بلکې خپلې امپراتورۍ ېې له لاسه ورکړې دي، امپراتورۍ یې تجزيه شوې او له منځه تللې دي مګر افغان ملت تل ژوندی پاتې شوی. د نړۍ تاريخ د افغانانو د برياوو شاهد دی. دلته سکندر، چنګيز، انګريز او روس داسې درس اخيستی چي ددوی مشرانو، نظاميانو او د نړۍ د خپل وخت د نظر خاوندانو پرې پراخي څيړنې کړي او په وروستي تحليل کي هر متجاوز خپل تجاوز يوه نه جبرانيدونکې تيروتنه بللې ده.
دا ملت د پرديو د تيريو له امله خپل اقتصاد له لاسه ورکړي او غريب شوى دی خو  د هر تجاوز او تيري له امله د وطن د مينې او شهامت له اړخه لا نور هم غني شوى دی، او هيڅ زبرځواک په دې نه دی توانيدلی چي د افغان ملت نه د خپل سرنوشت د ټاکلو وروستى صلاحيت واخلي. افغانان د يوه ملت په توګه د نړۍ د هر دولت سره د متقابل درناوي په بنسټ اړيکي غواړي، د نورو مشروع او د نړيوالو نورمونو سره د برابرو ګټو درناوی کوي او له نورو ورته غوښتني لري.
خو!
ټرمپ د خپل يوه کرايي په مخکي داسي تاريخي هېواد ته د نه درناوي خبري کوي. دوه لاملونه لري لومړى خو بې علمه ده کوم سياسي دريځ نه لري. دويم افغان سياسونو هم تر ډيره بريده خپل هېواد ته په درنه سترګه نه دي کتلي هغه يې د نړۍ په مخ يو داسي کمزور هېواد نړوالو ته ښودلى دى چي هر څوک وغواړي له نړوالو قوانينو پرته هر څه ورپوري وايي.
امريكا يوسلو اوولس ميليارده ډالره افغان دولت ته ورکړل، ولې يې خپل هېواد پرې ودان نه کړ؟ چارواکو پرې خپل شخصي بلډنګونه اباد کړل… نوځکه امريکا وايي، چي د تاسو د اردو او پوځ روزي زما په لاس کي ده، چي در يې نه کړم دولت مو له ماتې سره مخ کېږي او دا رښتيا ده. که کرزي صېب له يوې خوا دا وطن په څو لنډه غرو نه واى خرڅ کړ. او بلخوا پاکستان په طالبانو سياسي بزازي نه کولاى او د طالب په مټ يې له امريکا نه امتېازات نه ترلاسه کولاى نن به افغانان دومره خوار و زار نه وو. او نه به چا ورته دومره سپکاوى کاوه.

.