نن د پاکستان مخالف سياسي ګوندونه د حکومت خلاف احتجاجونه پيلوي

Aziz Rahman Hazim | جولای 25th, 2019


نن د پاکستان مخالف سياسي ګوندونه په خيبر پښتونخوا پېښور کي سره راغونډېږي او د حکومت خلاف احتجاجونه پيلوي.

مخالف ګوندونه پر داسي مهال د حکومت خلاف مظاهرې کوي، چي ددوی په وينا د تېرکال ټولټاکنو کي په پراخه کچه درغلي سوې ده.

د دغه ګوندونو لخوا چي په سر کي ئې د پاکستان د مسلم لیگ ن، پاکستان پیپلز پارټي، عوامي نیشنل پارټي، جمعیت علمای اسلام ـ ف، جماعت اسلامي، او قومي وطن پارټۍ دي دغه ورځ ئې د “توري ورځي”په نوم ياده کړې ده.

ددغه مظاهرو مشري د مولانا فضل الرحمن پرغاړه ده، چي په پاکستان کي د يو مرموز سياست مدار په نوم پېژندل کېږي.

مخالف ګوندونه وايي، چي اوسنی حکومت د پوځ په ملاتړ راغلی او هيڅ اولسي ملاتړ دځان سره نه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024