کور / راپور / پاکستاني خبريالان: عمران خان بايد د بيان ازادۍ په هکله رشتيا ويلي وای

پاکستاني خبريالان: عمران خان بايد د بيان ازادۍ په هکله رشتيا ويلي وای

د پاکستان لومړي وزير عمران خان امريکا ته د خپل سفر پر مهال يوې غونډي ته ويلي، چي په پاکستان کي د بيان بشپړه ازادي سته او په دې برخه کي پر رسنيو کوم بنديز نسته.

خو د پاکستان د ژورنالستانو ټولنه وايي، چي په پاکستان کي د بيان پر ازادي لګيدلي بنديزونه ډېر ښکاره دي او په دې ماشومان هم خبر دي چي پوځ او رياست پر خبريالانو څه ډول بنديزونه لګولي دي.

د پاکستان د ژورنالستانو کمېټې مشر افضل بټ وايي، عمران خان په امريکا کي له حقيقت څخه ليري څرګندوني کړي دي، هغه په پاکستان کي  د ژوناليزم په برخه کي ډېر حقيقتونه پټ کړي دي.

ښاغلی بټ وايي، په پاکستان کي پوځ او رياستي ادارو داسي حالت رامنځ ته کړی دی، چي آن خبريالانو ته د ساه اخيستلو موقع هم نه ورکول کېږي.

همداراز د خبريالانو د نړيوال تنظيم اداره وايي، چي پاکستان په نړۍ کي د خبريالانو لپاره يو ترټولو خطرناک هيواد دی.

ياد تنظيم وايي، چي په پاکستان کي ډېر حقائق د پوځ لخوا نه پرېښودل کېږي چي څرګند سي، پر خبريالانو بنديزونه لګېدلي او ځيني ټلوېزونونه چي د حکومت خلاف ئې راپورونه خپاره کړي بند سوي دي.

د ياد تنظيم يو مشر اقبال خټک وايي، په پاکستان کي د بيان ازادۍ په هکله مځکني حقائق يوڅه وايي او عمران خان بل څه وايي.

اقبال خټک وايي دا وخت چي په پاکستان کي د ميډيا کوم حالات دي داسې حال د پوځي حکومتونو په واکمنۍ کې هم نه ليدل کيدی .