کور / راپور / بلوچستان کي د بلوڅانو په ډزو څلور پاکستاني سرتېري وژل سوي دي

بلوچستان کي د بلوڅانو په ډزو څلور پاکستاني سرتېري وژل سوي دي

د بلوچستان په پنجګور سيمه کي تېره ورځ وسلوالو پر پاکستاني پوليسو بريد کړی او څلور سرتېري ئې وژلي دي.

بريد داسي مهال سوی، چي يو ګاډۍ له سيمي څخه تېرېدی، پوليسو ورته د درېدلو اشاره کړې، خو سمدستي له موټر څخه وسلوالو پر سرتېرو ډزي کړي او څلور تنه ئې ځای پر ځای وژلي دي.

پنجګور د بلوچستان په جنوب لوېديځ کي د بلوڅ ميشتو هغه سيمه ده چي کله ناکله پکي وسلوال د پاکستاني پوځ سره په نښته کښېوزي.