کور / #PTM / وزيرستان کي خلګ د پوځ له وحشتونو سخت کړېږي، خوراکي توکي نسته، کرفيو ادامه لري

وزيرستان کي خلګ د پوځ له وحشتونو سخت کړېږي، خوراکي توکي نسته، کرفيو ادامه لري

په شمالي وزيرستان کي وروسته له هغه حالات نور هم ترېنګلي سول، چي کله پاکستاني پوځيانو د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او ۱۶ تنه ئې شهيدان کړل.

په دغه بريد کي چي په خړ کمر سيمه کي وسو د پښتون ژغورني غورځنګ تر ۳۰ زيات غړي ټپيان  هم سول.

له دغه پېښي سره هممهاله په شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځ د خلګو پر کورونو چاپې وهل شروع کړل او کوم کسان چي د خړ کمر پېښه کي ژوبل سوي وه، له کورونو ئې را ايستل او په پوځي پوستو کي ئې د پېچکارۍ په واسطه وژل.

د مي مياشتي له ۲۶ نېټې څخه چي دا پېښه رامنځ ته سوې په سيمه کي ګرځبنديز(کرفيو) لګېدلې او هيڅوک له کور څخه بهر د وتلو اجازه نه لري.

د شمالي وزيرستان د خړ کمر يو اوسېدونکی ګلاب وزير وايي: “ پوځ کرفيو لګولې ده، هيچاته د بهر وتلو اجازه نه ورکوي، موږ ته په کورونو کي ناروغان او مجبوره کسان پراته دي، خو که بهر ووځو پوځ راباندي ډزي کوي او د تداوي لپاره هيڅ نه سو کولای، خوراکي توکي هم خلاص سوي او د سختو مشکلاتو سره مخ يو”.

د پوځ لخوا د خوراکي توکو د بنديز پر مهال هلته په وزيرستان کي ۵ ماشومان د لوږي څخه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشر د حقوقو خپلواک کمېسون وايي، زموږ  د څار ډله هم د پوځ لخوا راګرځول سوې ده او د حالاتو مالومولو لپاره وزيرستان ته نه پرېښودل کېږي.

ياد کمېسون وايي، پوځ د خلګو سره ډېره سختي کوي، هلته د خوراک او څيښاک هيڅ انتظام نسته او د خوراکي توکو ډک ګاډي پر لاري ايسار پاتي دي چي د پوځ لخوا ورته اجازه نه ورکول کېږي.

پاکستانی پوځ د پښتنو سره د ظلم او زياتي اوږد تاريخ لري، له کله څخه چي پاکستان له هند څخه بېل سوی په لکاوو پښتانه د پنجاب په ظلمونو باندي وژل سوي دي.

ددې ظلم لړۍ اوس هم دوام لري او پاکستاني رياست بيا د پښتنو ټولوژني ( جنوسايډ) ته ادامه ورکړې ده.