کور / تازه خبرونه / پنټاګان: په تېرو درو مياشتو كي دوه سوه بمونه چاودلي

پنټاګان: په تېرو درو مياشتو كي دوه سوه بمونه چاودلي


د امريكا د دفاع له وزارت څخه په يوه خپاره سوي راپور كي ويل سوي چي په افغانستان كي له تېرو درو مياشتو راهيسي دوه سوه د سړك د غاړي بمونه چاودلي دي. چي په ۱۴ بمونو كي يې ايتلافي او ناټو ځواكونو ته زيانونه اوښتي دي.
راپور وايي په دې جمله كي يې ۱۲۰ بمونه چاودلي او ۸۰ يې تر چاودلو مخكي د ناټو او افغان ځواكونو له خوا خنثى سوي دي.
د راپور له مخي دا د تېرو څلورو كلونو په پرتله تر ټولو غټ رقم دئ.