کور / تازه خبرونه / بوش: په افغانستان او عراق كي قراري غواړم

بوش: په افغانستان او عراق كي قراري غواړم

د امريكا جمهور رئيس ډبليو بوش وايي امريكا هيله لري چي په عراق او افغانستان كي حالات سم سي.
بوش وايي ترهګرۍ او بنسټپالني ډېر شيان متاثره كړي دي.
ډبليو بوش چي د ختيځي آسيا د هيوادونو په ليدنه بوخت دئ وايي امريكا د ديموكراسۍاو بشري حقونو پلوي ده.
بوش وويل آسياد سوداګرۍ دپاره وړ سيمه ده، خو بنسټپالني او ترهګرۍ زيات خطر ورته متوجې كړى دئ.
بوش زياته كړه چي په چين كي پر بشري حقونو تېرى، د سياسي بنديانو سره چلند او د مذهبي اقليتونو پر آزادۍ باندي امريكا اندېښمنه ده.
ټاكل سوې ده چي ډبليو بوش به د چين په بجينګ ښار كي د اولمپيك د نړيوالو لوبو په پيلېدونكو مراسمو كي هم ګډون وكړي.