کور / راپور / کابل کي ځانمرګي بريدګر ۵ ملکي وګړي شهيدان کړي دي

کابل کي ځانمرګي بريدګر ۵ ملکي وګړي شهيدان کړي دي

د کابل په شپاړسمه حوزه کي د کانونو او پټروليم وزارت پر کارکونکو ځانمرګی بريد سوی دی . چي ګڼه مرګژوبله ئې اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چې د لومړنیو شمیرو په اساس په دغه برید کې پنځه ملکیان شهيدان سوي او لس نور ټپیان دي.

ښاغلي رحیمي وویل، چې دغه برید د پنجشنبې ورځ سهار ۸ بجې او لس دقیقې د کابل ښار شپاړسمې حوزې د ملي بس څلور لارې سره نږدې شوی دی.

له دغه برید څو شیبې وروسته، په همدغه سیمه کې دوهمه چادونه هم وشوه او ورپسې یوه بله موټر بم چادونه هم د پولیسو د نهمې حوزې اړوند په ډیسپیچري سیمه کي ترسره سوه.

نصرت رحیمي دغه دواړه پیښې تائید کړې، خو ویې ویل، چې په دې اړه به رسنیو سره وروسته معلومات شریک کړي.

بل خوا د کابل نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو کي هم تازه موټر بم حمله سوې ده.

دا په کابل ښار کي له سهار راهیسې درېیمه پرلپسې چاودنه ده چي رامنځته کیږي.