کور / علمي / زماژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۹۵ برخه

زماژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۹۵ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۹۵
د فیض پور په کانګرس کي چي به هر وخت ما ته څه وخت په لاس راغی، نو زه به شاوخوا پرتو کلو ته تلم او حال احوال به مي یې اخیست. حالات یې ډېر خراب ول. غریبي او جهالت ځالي پکښي کړي وې. په تېره د مسلمانانو حال یې بیا بېخي د زړه سوي وو. هندوانو کي لا داسي کسان ول چي کله ناکله به یې پر خپلو خلکو پوښتنه کوله او د دنیا و مذهب له روانو چارو به یې خبرول، مګر مسلمانانو مطلق داسي څوک نه درلود. بس د خدای اسرې ته پراته ول. زه چي څومره د هندوستان په کلو کي ګرځېدلی یم نو دا تجربه راته سوې ده چي د مسلمانانو جذبه په هیڅ وجه د هندوانو تر هغې کمه نه ده. بله برتري یې دا ده چي د هندوانو غوندي ټیټ ذاتي و لوړذاتي پکښي نسته. ټولو ته په یوه سترګه کتل کیږي. همدارنګه یې ټولنیز شعور هم تر هندوانو پرمختللی دی. لنډه دا چي مسلمانان تر هندوانو ژر ترقي کولای سي. خو قومونه په تشو دعوو او خبرو پرمختګ نسي کولای. تر څو په یوه قوم کي نېکان، پاکان، بې غرضه او خدايي خدمتګاران نه وي پیدا سوي، تر هغو به یې همداسي خاوري په خوله وي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۹۶
سېواګرام ته به وخت ناوخت ښځي و نر بهرنیان راتلل. تر نارینه وو به یې په ښځو کي همدردي زیاته وه. هغوی به اکثره زما څخه د سرحد صوبې او خدايي خدمتګارانو خوځښت په باب پوښتني کولې. یوه ورځ یوه پادري وویل چي ما په خیبر کي وخت تېر کړی دی او د اپرېدو په اړه ډېر مالومات لرم. چنداني خلک نه دي، ځکه پرنګیانو ته بد-بد او نېغ-نېغ ګوري. ما وخندل او له پادري صاحب څخه مي وپوښتل چي دوی ولي تاسي ته بد-بد ګوري؟ ده راته وویل کرکه راڅخه کوي. ما ورته وویل داسي نه ده. هغوی پرنګیانو ته ځکه بد-بد ګوري چي ستاسي په لیدو یې په زړونو کي دا خیال راپیدا سي چي دا خو هماغه خلک دي چي د توپونو، ماشینګنو او بمونو په زور یې زموږ کلي و کورونه نیولي دي، ورانوي یې او ښځي، نر، مالونه او اولادونه مو راوژني. په دې خبره مي ټولو وخندل او پادري صاحب سخت خړ سو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان